د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

د افغانستان بشري حقونو ډلو پر امریکايي عسکر د حبس حکم کولو هر کلی وکړ


جرمي مورلاک د دې ډلې له پنځو غړو څخه لومړنی عسکر دی چې بې وسلې ملکي افغانانو په وژنه تورن شوي دي.
جرمي مورلاک د دې ډلې له پنځو غړو څخه لومړنی عسکر دی چې بې وسلې ملکي افغانانو په وژنه تورن شوي دي.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواکو ډلو پر هغه امریکایي سرتېري د حبس د حکم هرکلی کړی، چې تېرکال د ساعت تېرۍ لپاره د بېګناه ملکي افغانانو په وژنه تورن شوی و، خو دوی د هغو سرتېرو په اړه هم د ژورو تحقیقاتو غوښتنه کړې، چې د قاتلانو د ډلې په نوم یادېږي.

۲۲ کلن جرمي مورلاک د دې ډلې له پنځو غړو څخه لومړنی عسکر دی چې د جګړې په ډګر کې د دریو تنو بې وسلې ملکي افغانانو په وژنه تورن شوي دي. ده د چارشنبې په ورځ د محکمې په غونډه کې اعتراف وکړ، چې د دوی پلان د خلکو وژل و.

جرمي مورلاک د جنګي جرایمو په اړه د تحقیقاتو په دې قضیه کې چې د ده د ډلګۍ ډېر کسان په کې ښکېل دي ډېره مهمه ونډه لري او د افغانستان په جګړه کې د ډېرو جدي جنایاتو ادعاوې په کې شاملې دي.

مهمې ونډې

نوموړی د ۲۰۱۰ کال په جنورۍ، فبرورۍ او مې میاشتو کې په کندهار کې د دریو بې وسلې افغانانو په وژنه کې د مهمې ونډې په لرلو تورن دی.

د جرمني شپیګل مجلې په روانه اوونۍ کې ګڼ شمېر هغه تصویرونه خپاره کړل، چې مورلاک په داسې حال کې ښيي، چې د وژل شویو کسانو په خونړیو جسدونو ورټیټ شوی، مسخرې پرې کوي او د یوه مړي سریې له وېښتانو نیولی او کمرې ته یې مخامخ کړی.

د دې تصویرونو له خپرېدو او د قضیې په اړه له تحقیقاتو وروسته د افغانستان د بشري حقونو خپلواکو ډلو د دې سرغړونو په برخه کې د جدي تحقیقاتو غوښتنه وکړه.

که د افغانستان هغو سیمو ته ولاړ شئ چې ناآرامي په کې ډېره ده نو خلک به د بهرنیو سرتېرو، افغان ځواکونو او سیمه ایزو ملېشو له خوا د شویو جنایاتو په اړه ډېرې کیسې درته وکړي.

صمدي.
د افغانستان د بشري حقونو د څارونکې ټولنې په نوم ډلې یا آرم، په یوه خبرپاڼه کې وویل، د امریکا حکومت باید سمدستي د خپلو وسله والو ځواکونو په ټولو قطعاتو کې که سپېشل فورس دي، که خصوصي امنیتي کمپنۍ، که سیمه ایزې ملېشې دي او که نورې وسله والې ډلې، هراړخیزې څېړنې پیل کړي څو دا خبره یقیني کړي چې په دوی کې نورې نو هېڅ راز قاتلې ډلې نشته.

د بشري حقونو د څارونکې ټولنې مشر اجمل صمدي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د مورلاک د حبس حکم ښه پیل دی، خو ده ټینګار وکړ، چې واشنګټن باید د ورته پېښو په اړه نورې څېړنې هم وکړي څو بیا تکرار نشي:

"دا ډېره ګرانه ده چې په افغانستان کې د روانو جنایاتو مسووله یوه ځانګړې پوځي ډله وبلل شي. دا ډېره لویه ستونزه ده. که د افغانستان هغو سیمو ته ولاړ شئ چې ناآرامي په کې ډېره ده نو خلک به د بهرنیو سرتېرو، افغان ځواکونو او سیمه ایزو ملېشو له خوا د شویو جنایاتو په اړه ډېرې کیسې درته وکړي.

نو ځکه موږ په دې باور یو چې په افغانستان کې چاپېریال داسې دی چې ډېر جنایات په کې کېږي. هرراز جنایات پېښېږي او په دې کړکېچ کې ملکي خلک ستر زیان ګالي."

افغان څارونکي وايي، چې پر یادشوي امریکايي سرتېري د محکمې حکم به افغانانو ته ډاډېینه ورکړي، چې ښکېل پوځي اړخونه د دوی په هېواد کې حساب ورکولو ته چمتو دي.

د محکمې د حکم له مخې مورلاک ته د ۲۴ کاله حبس او له پوځ څخه په بې عزتۍ سره د اېستلو سزا اورول شوې ده.

جرم

د افغانستان د بشري حقونو او چاپېریال ساتنې د ټولنې مشر عبدالرحمن هوتکي که څه هم وايي، چې د مورلاک سزا د ده د جرم په پرتله چې د بې وسلې افغانانو وژنه ده، کمه ده، خو دی زیاتوي چې دا حکم افغانانو ته ښيي چې د دوی وینه بې بیې نه ده او د شویو جرمونو پوښتنه کېږي:

هوتکي وايي، چې د نړیوالو ځواکونو له خوا د شویو جرایمو پوښتنه به دوی خلکو ته ورنژدې کړي او هغه فاصله به هم له منځه یوسي چې د خلکو او افغان حکومت ترمنځ راغلې ده.

وروسته له دې چې شپیګل مجلې دا بوګنوونکي تصاویر خپاره کړل د افغان ولسمشر ویاند وحیدعمر هم د نړیوالو ځواکونه له خوا د نور مسوولانه چلند پر اړتیا ټینګار وکړ.
XS
SM
MD
LG