د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۱۲:۱۶

صحاف: دخصوصي ښونځیو د څار لپاره ځانګړې اداره جوړوو


د پوهنې وزارت ویاند صفت الله صحاف صافي
په افغانستان کې د خصوصي ښوونځنیو د زده کړې په کیفیت باندې د ولسمشر کرزي له انتقاد وروسته د پوهنې وزارت وایي، چې د دې ښوونځیو د څارنې لپاره جدي اقدامات په پام کې لري.

ولسمشر کرزي د پوهنې د جشن په مراسمو کې په داسې حال کې چې د پوهنې وزارت پلانونه او پروګرامونه وستایل خو ویې ویل چې د خصوصې ښوونځيو فیس لوړ او کیفیت یې ټیټ دی.

د پوهنې وزارت ویاند صفت الله صحاف صافي د خصوصي ښوونځیو په اړه د ښاغلي کرزي انتقاد په ځای بولي او وایي، چې دا مساله په جدي توګه تعقیبوي.

ښاغلي صحاف صافي زیاته کړه، چې په دغه وزارت کې د خصوصي ښوونځیو لپاره یو ځانګړې ریاست کار کوي، چې دغو ښوونځیو ته یې یوه لایحه هم ترتیب کړې.

دی وایي، چې خصوصي ښوونځې د اساسي قانون له مخې باید د پوهنې وزارت له شرایطو او اصولو سره سم فعالیت وکړي.

ښاغلی صحاف زیاتوي، چې که خصوصي ښوونځي د وزارت له کړنلارو او سپارښتنو سره سم کار ونه کړي نو د تړل کیدو امکان یې هم شته.

خوعام خلک بیا د خصوصي ښوونځیو د کار او فعالیت په اړه جلا جلا نظرونه لري.
عام خلک هم تر ډیره دا مني، چې خصوصي ښوونځې د پیسو د راټولو لپاره کار کوي او وایي، چې د زده کړې لپاره یو واحد نصاب نه لري.

په دغو ښوونځیو کې د بې تجربې او لږ عمر ښوونکو موجودیت بله مهمه ستونزه ده، چې خلک ورته ګوته نیسي.

اوس مهال په هیواد کې شاوخوا ۵۰۰ خصوصی ښوونځې چې له ۲۰۰ یی ډیر په کابل ښار کې دي، فعالیت کوی.

یو شمیر کتونکې په دې نظر دې چې که څه هم خصوصي ښوونځي په هیواد کې د شمیر له مخې ډیر دی خو د کیفیت له پلوه ټیټ او د دولتي ښوونځیو سره یې توپیر نشته.

له بل لوري د پوهنې وزارت ډاډ ورکوي، چې نه یواځې د خصوصي بلکې د دولتی ښوونځیو د ودې لپاره هم پراخ پروګرامونه په پام کې لري.

رپورټ: مخفي عزیزي - کابل
XS
SM
MD
LG