د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

فیضي: په ځینو ولایتونو کې مخابراتي شبکې له امنیتي ګواښ سره مخ دي


د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې سرپرست انجنیر خیر محمد فیضي
د مخابراتو وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې سرپرست انجنیر خیر محمد فیضي

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت وایي، چې د افغانستان په ځینو سیمو کې د خصوصي مخابراتي شبکو فعالیتونه د وسله والو مخالفانو له خوا بند شوي دي.

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت د مخابراتي خدمتونو په وړاندې د شته ګواښونو له امله اندیښنه ښیي او وایي، چې له دې سره به دا وزارت ونه توانیږي د افغانستان په ټولو سیمو کې خپل پلانونه عملي کړي.

د دې وزارت د مخابراتي خدمتونو د تنظیم ادارې سرپرست انجنیر خیر محمد فیضي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې همدا اوس د هلمند په ولایت کې د خصوصي مخابراتي شبکو فعالیتونه په ټپه درېدلي او په ځینو نورو سیمو کې هم د شپې له خوا فعالیت نشي کولای.

ښاغلي فیضي څرګنده کړه، چې د خصوصي مخابراتي شبکو د فعالیتونو په وړاندې ستونزې مخ په ډېرېدو دي او که همداسې دوام وکړي نو د ده په خبره په ډیرو نورو سیمو کې به هم خلک له موجوده مخابراتي خدمتونو څخه بې برخې شي:

"موږ پلان لرو چې خدمتونه د افغانستان ګوډ ګوډ ته ورسوو خوله بده مرغه چې زموږ پلانونه په داسې حالاتوکې نه عملي کیږي.

خصوصي مخابراتي شرکتونه هم نه شي کولای چې په داسې حالاتو کې چې ګواښونه ورځ په ورځ زیات شي د افغانستان بیلابیلو برخو ته خدمتونه ترسره کړي.

مخابراتي شرکتونه، نه د دولت او نه هم د مخالفانو پلوي کوي نو باید وسله وال مخالفان ورته زیان ونه رسوي."

د راپورونو پراساس د نوي لمریزکال له پیل نه تراوسه په هلمند ولایت کې د افغان بیسیم، روشن، اتصالات او اېم. ټي. اېن خصوصي مخابراتي شبکو اووه انتنونه د وسله والو مخالفانو لخوا ویجاړ شوي او په میدان وردک، غزني او یوشمېر نورو جنوبي او حتی د بغلان په څیر په ځینو شمالي ولایتونو کې هم مخابراتي شبکې له ورته ګواښونو سره مخامخ دي.

سره له دې چې په تیرو نهوو کلونو کې مخابراتي خدمتونه او معلوماتي تکنالوژۍ د افغان حکومت له مهمو لاس ته راوړنو څخه بلل کیږي او هرکال لسګونه میلیونه ډالره عواید هم ورڅخه ترلاسه کوي خو په ځینو سیمو کې له تیرو دریو کلونو راهیسې د خصوصي شبکو فعالیتونه د وسله والو مخالفانو د حملو او ګواښونو له امله ټکني شوي دي.

د کابل ښار یوه تن اوسیدونکي شمس الدین ازادي راډیوته وویل، چې دی په هلمند ولایت کې له څه مودې راهیسې نه شي کولای له ځپل زوی سره چې له بهرنیو ځواکونو سره ژباړونکی دی خبرې وکړي:

"زما زوی په هلمند ولایت کې ژباړونکی دی، مخکې مې ورسره په اوونۍ کې یوځل په تلفون خبرې کولې، خو اوس نشو کولای چې ورسره خبرې وکړم او ډېراندیښمن یم.

زما په څیر ځینې نور خلک هم شته چې زامن یې په کندهار، خوست او نورو لرو سیمو کې دي خو هغوی نه شي کولای چې ورسره اړیکه ونیسي دا یوه غټه ستونزه ده."

د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ وزارت چارواکو همدې ګواښونو ته په اشارې له امنیتي ځواکونوڅخه وغوښتل چې د خصوصي مخابراتي شبکو امنیت ته ډیره پاملرنه وکړي اوله عاموخلکوڅخه یې هم هیله وکړه چې په خپلو سیموکې وسله وال مخالفان پرې نږدي چې د مخابراتي خدمتونو مخه ونیسی.

خوله ډیرو هڅو سره سره ونه توانیدوپه دې اړه په کابل کې د امنیتي چارواکو ځواب ترلاسه کړو.

په افغانستان کې دا مهال د افغان ټیلې کام په نوم یوه نیمه خصوصي اود افغان بیسیم،روشن،اتصالات او ام،ټي،ان څلورخصوصي مخابراتي شبکې خدمتونه ترسره کوي.

د خصوصي مخابراتي شبکو مسوولان وایی که چیرې له ژمنې سره سم د دوې مخابراتي فعالیتونو ته لازمه زمینه مساعده نه شي اود وسله والو مخالفانو ګواښونه همداسې دوام ولري نو ښایي چې د افغان حکومت دا بریا او لاس ته راوړنه هم په سیند لاهوشي.
XS
SM
MD
LG