د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

محمد صادق: افغانستان سره په پوځي برخه کې مرستې ته هم تیار یو


محمد صادق وايي، په کراچۍ کې ایسا کانټینرونه به ډېر ژر د افغانستان په لور راوخوزیږي
محمد صادق وايي، په کراچۍ کې ایسا کانټینرونه به ډېر ژر د افغانستان په لور راوخوزیږي

په افغانستان کې د پاکستان سفیر محمد صادق وایي، چې له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو لیږدول د افغانانو خپل کار دی، او دوی یې پوره ملاتړ کوي.

له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو په هکله د جمهور ريیس حامد کرزی له اعلان یوه ورځ وروسته، پاکستاني ډیپلوماټان وایي، چې دوی د شوې پریکړې ملاتړ کوي او چمتو دی، چې هرډول مرسته ورسره وکړي.

دا څرګندونې په افغانستان کې د پاکستان سفیر محمد صادق د چهار شنبې په ورځ په کابل کې، د هغه هېواد د تړون د یو اویایمې کلیزې د نمانځنلو په غونډه کې وکړي.

پاکستاني سفیر وویل، دوی له پخوا څخه دا هیله لرله چې افغان ځواکونه د دې جوګه شي، چې د هېواد امنیت وساتي، ده وویل:

"دا د افغانانو کار دی افغانان ازاد ملت دی، خو که اردو یې قوي شي، ډېره به ښه وي، په دې لسو کلونو کې باید قوي شوی وای خو اوس هم وخت دی، موږ تیار یو چې په دې لاره کې هم ورسره مرسته وکړو."

له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو د سپارلو د اعلان پرمهال افغان جمهور ريیس کرزي د هیواد او سیمې په سوله، ثبات او ملي پخلاینه کې د ګاونډیو هېوادو او په تېره د پاکستان مرسته مهمه وبلله.

د پاکستان سفیر له افغانستان سره د ښو او نیکواړیکو د لاپراختیا خبره هم وکړه او ویې ویل، اوسمهال چې د افغانستان د سولې عالي شورا کومې هڅې پیل کړي دي، دوی به ورسره مرسته وکړي.

د پاکستان سفیر محمد صادق دا هم وویل، چې په وروستیو څو کلونو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه، مخ په پراخیدو ده او په دې وختونو کې چې د کراچۍ په بندر کې د افغانستان کانټینرونه ایسار شوي، په لنډو ورځو کې به ټول د افغانستان په لوري وخوځیږي:

"د افغانستان کانټینرونه باید د فبروري په میاشت کې راغلی وای، خو د وسایلو د کمبود له امله دا کار وځنډید، اوس پرې جدي کارروان دی او په نږدې ورځو کې به دا ستونزه له منځه لاړه شي."

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نیکو اړیکو د ټینګیدو په هکله له هلوځلو سره سره، دا اړیکي کله ناکله ساړه شوي او افغانستان چارواکو ډېرځلې د مخالفینو پرضد مبارزه کې د پاکستان پر کمزورې مبارزه نیوکه کړي ده.

خو پاکستاني چارواکی وایي، چې مخالفین د افغانستان او پاکستان دواړو ګډ دښمن دی او په دواړو هیوادونو کې د سولې او ثبات لپاره پاکستان په ګډه مبارزه کې برخه اخیستې ده.
XS
SM
MD
LG