د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

حامد کرزی د ښونځي د زنګ په کړنګولو نوی تعليمي کال پیل کړ


ولسمشر کرزی د ښوونځي د زنګ په کړنګولو نوی تعلیمي کال پیلوي
ولسمشر کرزی د ښوونځي د زنګ په کړنګولو نوی تعلیمي کال پیلوي
د ۱۳۹۰ کال د ښوونیز کال د پیلیدو لپاره افغان ولسمشر او نورو لوړ رتبه چارواکو د ښوونځي زنګ وکړنګاوه.

په دغه غونډه کې افغان ولسمشر په وسلوالو مخالفینو هم غږ وکړ څو د ښوونځیو له سوزولو لاس واخلي او خپلو ماشومانو ته د ښوونې برابره شوې زمینه ویجاړه نه کړي.


د ۱۳۹۰ لمریز ښوونیز کال د ولسمشر کرزي او د یو شمیر نورو دولتي مشرانو لخوا د ښوونځي د زنګ په کړنګولو سره پیل شو.

په افغانستان کې د پوهنې جشن دا ځلې د نوي کال په دریمه ورځ جوړ شو، چې په کې د ولسمشر کرزي سربیره دولتي چارواکو، بهرنیو ډیپلوماټانو او په زیات شمیر کې د ښوونځیو زده کوونکو او ښوونکو ګډون کړې و.

ولسمشر کرزي دې جشن ته په خپله وینا کې په هیواد کې د پوهنې د کیفیت او پیاوړې کولو په برخه کې د هر راز هڅو ډاډ ورکړ او په ورته وخت کې یې له مخالفینو وغوښتل، چې د پوهنې په وړاندې خنډ نه ګرځي.

کرزي وویل چې د وسلوالو د ټوپک نه ویره نه لري خو د ښوونځیو د سوزولو څخه دې لاس واخلي.

ښاغلي کرزي په ورته وخت کې په پاکستان او سعودي عربستان کې د طالبانو له پخواني شارژدافیر حبیب الله فوزي څخه مننه وکړه، چې وې غوښتل د ښوونځي د زنګ په وهلو کې برخه واخلي.

ښاغلي کرزي هیله څرګنده کړه، چې نور طالبان هم د پوهنې په وړاندې خنډونه له منځه یوسي.


که څه هم ښاغلي کرزي د نوي کال لپاره د پوهنې د وزارت پلانونه او پروګرامونه وستایل، خو د پوهنې له وزیر څخه یی وغوښتل، چې د خصوصي زده کړو برخې ته دې زیاته پاملرنه وکړي.

دې وایی چې د خصوصی ښوونځیو فیس لوړ خو کیفیت یی ټیټ دی او پکار ده، چې دا ستونزه هواره شي.

د پوهنې وزیر ډاکتر فاروق وردک د نوي کال لپاره د خپلو پروګرامونو د اعلانولو په مهال وویل، چې دوی هیله مند دي سږ کال به د زده کوونکو شمیر ۸،۳ میلیونو تنو ته ورسیږي.

د پوهنې وزیر وایی چې سږکال یې ښوونه د ټولو لپاره، په هر ځای او هر وخت کې نومولې ده او وایي چې دې شعار ته د رسیدو لپاره یې جدي تدابیر په پام کې نیولي دي.

ښاغلی وردک وویل، چې د ښوونې او روزنې د نړیوال نوښت پروګرام غړیتوب یې هم ترلاسه کړی چې له دې وزارت سره به په مالي او تخنیکي برخو کې مرستې کوي.

له بل لورې په هیواد کې د امنیتي ستونزو له کبله لا هم له څلور میلیونو څخه ډير ماشومان د زده کړو محرومه او ۴۵۰ ښوونځي د نا امنیو له کبله تړل شوي.

د نوې ښوونیز کال زنګ په داسې حال کې ووهل شو چې یو شمیر ښوونکې لا هم په هیواد کې د ښو او اړو امتیازونو د نشتوالي څخه شکایت کوي.

یو شمیر کتونکې په دې نظر دي چې د دولتي ښوونځیو کیفیت ډير ټیټ او دولت باید ورته جدي پاملرنه وکړي.

دوی وایي چې اکثرا په دولتي ښوونځیو کې لا هم درسي ساعتونه په بشپړ ډول نه ویل کیږي او ښوونکي هم تل په ښوونځیو کې حاضر نه وي.

رپورټ : مخفي عزیزي، کابل
XS
SM
MD
LG