د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۷

د کرنې وزارت په ټول هیواد کې د نیالګیو د کینولو کمپاین پیل کړ


د افغانستان د کرنې وزیر اصف رحیمي
د افغانستان د کرنې وزیر اصف رحیمي
د کرنې وزیر د بادام باغ په کرنیز فارم کې د څو نیالګیو په کینولو سره دا کمپاین پیل کړ او ویې ویل، چې دغه وزارت غواړي په ټولو ولایتونو کې له دوو لکو زیات نیالګي کینوي.

په افغانستان کې هر کالې د پسرلي په راتګ سره د نیالګیو د کینولو بهیرهم زور اخلي، خو د وخت په تیریدو سره دا نیالګي د نه پاملرنې له کبله له منځه ځي.

که څه هم په افغانستان کې ټول عام خلک او حکومت د نیالګیو په اهمیت ښه پوهیږي او دا نه یوازې د هیواد د سمسورتیا لپاره بلکې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره مهم بولي، خو له دې سره سره بیا هم د هغو ساتنې ته پاملرنه نه کیږي.

خو د کابل ښاروالۍ د ښاري خدماتو مرستیال انجنیر خوږمن علومي، چې د چهار شنبې په ورځ یې د کرنې وزارت له خوا د نیالګیو د کینولو په کمپاین کې برخه اخستې وه ډاډ ورکړ، چې دوی به دا ځلې د ایښودل شویو نیالګیو سمه ساتنه وکړي.

خو ده په ورته وخت کې له خلکو هم وغوښتل، چې د هېواد او خپل ښار د سمسورتیا په برخه کې لازمه همکاري وکړي.

"زه خلکو ته ډاډ ورکوم، چې موږ به د دې نیالګیو نه په جدي ډول ساتنه وکړو، خو په ورته وخت کې له خلکو غواړو، په هم هغه ډول، چې موږ ستایي له موږ سره په دې برخه کې هم همکاري وکړي.

د کابل ښار هر اوسیدونکی باید ځان مسوول وبولي او ځان ته د ښاروال فکر وکړي او د کابل ښار په سمسورتیا او پاک ساتلو کې له موږ سره مرسته وکړي، څو یو ښه زرغون او پاک ښار ولرو."

د نیالګیو د کینولو دا کمپاین د چهار شنبې په ورځ د کرنې وزارت له خوا په ټول هیواد کې پیل شوی، چې په ترڅ کې به یې د چارواکو په وینا له دوو لکو زیات نیالګي کینول شي.

د کرنې وزیر محمد اصف رحیمي د بادام باغ په کرنیز فارم کې د نیالګیو د کینولو دا کمپاین پیل کړ، خو دا یې هم وویل، چې د ایښودل شویو نیالګیو پام به دوی خپله ساتي.

"موږ یوازې نن دلته دولس زره نیالګي لګوو، خو دا بهیر به په راتلونکو ورځو کې هم دوام وکړي. سږ کال په کابل ښار موږ د دېرشو زرو نیالګیو د کینولو پروګرام لرو.

د ټول هېوا په کچه د کرنې وزارت دوه لکه او پنځلس زره نیالګي کینول غواړي، چې د اوبو لګولو او ساتنې مسوولیت به یې هم خپله په غاړه ولري."

ښاغلي رحیمي دا هم وویل، چې دوی د اوس لپاره د کابل ښاروالۍ ته دېرش زره نیالګي ورکړي او په پام کې ده، چې په راتلونکو ورځو کې اویا زره نور نیالګي هم دوی ته په واک کې ورکړي.

له بل لوري ځینې کتونکي وایي، چې په کار ده په خلکو کې هم د نیالګیو د ساتلو دود پیاوړی کړای شي، ځکه د دوی په وینا دا یوازې د دولتي ادارو مسوولیت نه دی، بلکې خلک هم باید په دې کار کې برخه واخلي.

په ورته وخت کې افغان ولسمشر او د کرنې وزارت هم له ټولو خلکو غوښتي، چې د نیالګیو په کینولو او ساتنه کې فعاله برخه واخلي، څو یوې خوا ښکلی او پاک چاپیریال ولري او له بل لوري د هوا د ککړیدو مخه هم ونیسي.
XS
SM
MD
LG