د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۰

اریو: د وروستي انتخاباتو پایلو د خلکو او حکومت تر منځ واټن زیات کړ


د افغانستان د څیړنو او ارزونې مرکز (آریو) مشر حسن وفايي
د افغانستان د څیړنو او ارزونې مرکز (آریو) مشر حسن وفايي

د افغانستان د څیړنې او ارزونې مرکز د ولسي جرګې د تیرو انتخاباتو په اړه خپل یو تحقیقاتي رپورټ خپور کړی، چې په کې ویل شوي، اکثره خلک په شویو انتخاباتو بې باوره وو.

د افغانستان د څیړنو او ارزونې مرکز (آریو) د ولسي جرګې د تیرو انتخاباتو په اړه د خپل یو تحقیقاتي رپورټ له بشپړولو وروسته د راتلونکو انتخاباتو لپاره د پراخو اصلاحاتو د پلې کولو سپارښتنه کوي.

دغه مرکز د افغانستان په دریو ولایتونو کې د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه څیړنه کړې، چې په کې له دریو سوو پنځوسو څخه زیات کسان پوښتل شوي او په هر ولایت کې یوه یوه ولسوالۍ تر مطالعې لاندې نیول شوې.

د دې مرکز د څیړنونکي ډلې مشر حسن وفایي وویل، دغو انتخاباتو د شتو ابهاماتو له کبله خلک د خپلو رایو د برخلیک په اړه بې باوره کړي او د حکومت او خلکو ترمنځ د واټن د زیاتیدو سبب ګرځیدلی.


زورواکو

ده یوې بلې ستونزې ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د انتخاباتو له بهیر سره شوي چلند زورواکو ته د خپلو اهدافو د رسیدو لپاره ښه زمینه برابره کړه.

"د انتخاباتو نتایج په ټولیزه توګه په دې ډول ترسره شول، چې خلکو ګمان وکړ دا نتایج د زورواکانو له خوا تنظیم شوي او د دوی له خوا په کې لاس وهنه شوې."

همداراز د انتخاباتو په ټول بهیر کې شته ابهامات د دې سبب شول، چې د تیر کال د ولسي جرګې د انتخاباتو په اړه د خلکو باور له منځه ولاړ شي. دې کار د افغانستان د حکومت حکومتي او انتخاباتي ادارو په اړه هم د خلکو باور له منځه یوړلو.

د دې مرکز چارواکي دا هم وایي، چې له انتخاباتو مخکې د امنیتي مسایلو له کبله د ځینو مرکزونو تړل او د انتخاباتو په نتایجو کې بدلون هم د خلکو په بې باورۍ کې د زیاتوالي سبب ګرځیدلی.
که اصلاحات رامنځته نه شي، شاید په راتلونکو انتخاباتو کې د خلکو ګډون کم شي او همداسې ورو ورو په حکومت کم شي او په راتلونکي کې نور بحرانونه رامنځ ته شي.

سپین غر

دوی وویل، چې په انتخاباتو کې د شویو درغلیو د څیړلو په اړه د ځانګړې محکمې جوړول هم د خلکو ترمنځ ډیر پوښتنې راولاړې کړي او د انتخاباتو په اړه یې ابهامات زیات کړي.

د افغانستان د څیړنې او ارزونې مرکز دا رپورټ په داسې حال کې وړاندې کړی، چې همدا د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د ځانګړې محکمې له خوا د انتخاباتي درغلیو په اړه تحقیقات روان دي او په ځینو سیمو کې رای هم بیا شمیرل کیږي.

د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ بیا په دې باور دی، چې ځانګړې محکمه له خپل اصلي مسیر نه منحرف شوې، ځکه د دې بنسټ په وینا د محکمې کار د رایو بیا شمیرل نه بلکې د جرمي دوسیو تعقیب وو.

خو د دې بنسټ مشر جانداد سپین غر دا وروستې رپورټ تاییدوي او وایي، چې د راتلونکو انتخاباتو لپاره باید زیات بدلونونه راوستل شي.

"که تا ټاکنې په ازاده او عادلانه توګه مخکې لاړې نه شي، طبیعي ده چې د خلکو باور پر ډیموکراسۍ باندې کمیږي. له مخکې نه پر حکومت د خلکو اعتبار کم دی، په دې رژیم باندې د خلکو اعتبار کم دی.

خدای مه کړه که موږ په راتلونکو کې د انتخاباتو قوانین اصلاح نه شي، کمیسیونونه اصلاح نه شي او د خلکو باور پیاوړی نه شي، شاید په انتخاباتو کې د خلکو ګډون کم شي او همداسې ورو ورو په حکومت کم شي او په راتلونکي کې نور بحرانونه رامنځ ته شي."

ثابت

په افغانستان کې د ولسي جرګې تیرو انتخاباتو، چې د سلواغې په اووه ویشتمه نیټه ترسره شول د پراخو حقوقي لانجو زیږنده ثابت شول.

یو زیات شمیر کاندیدانو، چې د کمسیون له خوا ناکام اعلان شوي احتجاج وکړ، چې په رایو کې لاس وهنه شوې او ډیر کسان د درغلیو له لارې بریالي اعلان شوي.

که څه هم د هیواد قضایه قوې د دې ستونزو د هواري لپاره ځانګړې محکمه جوړه کړې، خو د اوسنۍ ولسي جرګې غړي بیا له هغې سره مخالفت څرګندوي او د هغې د له منځه وړلو غوښتنه کوي.

دا چې د تیرو انتخاباتو او شویو درغلیو په اړه به وروستۍ پریکړه څه وي او څومره یې د پلې کولو امکانات موجود دي اوس یې اټکل ګران بریښي.

راپور: حمید مهمند - کابل
XS
SM
MD
LG