د یمن د پوځ درې تنه جګ پوړې قوماندانان له حکومت ضد مظاهره کوونکو سره یوځاي شول او په دې کار سره د جمهور رییس صالح د قدرت واګی سست شوی دی.
د یمن دفاع وزیر د پوځ د جګ پوړو قوماندانانو د دغه عمل په ځواب کې ویلي، د یمن وسله وال ځواکونو جمهور رییس صالح ته وفاداره دي او د ډموکراسۍ په مقابل کې د کودتاه د هر ډول ګواښ په ضد به مقابله وکړي.
د یمن په پوځ کې بیلتون هغه مهال رامنځ ته شو، چې د جمهور رییس صالح نږدې متحد او د یوې مهمې فرقې قوماندان جنرال علي محسن الحمر په یوه وېډیويي پیغام کې اعلان وکړ، چې له مخالفانو سره یوځای شو.
ده وویل:
"زه د مظاهره کوونکو په استازیتوب د ځوانانو د سوله ایز انقلاب او د هغوی د غوښتنو ملاتړ کوم. موږ په مرکز کې د امنیت او ثبات ټينګولو دندو ته دوام ورکوو.
ملاتړ
زموږ قطعات به په پوځ کې د خپلو وروڼو ملاتړ وکړي او له لوی خداي (ج) څخه استدعا کوم چې یمن له هرډول شر څخه په امن کې وساتي."
له دغه اعلان وورسته د جنرال الحمر په مخالفت کې د پوځ ټانکونه لارو او کوڅو کې په غرهار شول خو د جنرال الحمر ملاتړي ټانګونه او ځواکونه د مظاهره کوونکو د حفاظت په مقصد شاوخوا ګرځیدل.
د سې شنبې په ورځ نور ټانکونه د دفاع وزارت او مرکزي بانک مخې ته دریدلې وو او دغه زار یو شمېرزغره والې وسیلې د جمهور رییس صالح د ځوی په قومانده، د جمهوري ریاست ماڼۍ ته رسیدلي دي.
مظاهره کوونکي خوښ دي، چې د پوځ درې تنه جګ پوړي قوماندانان یې په لیکو کې یوځای شوي او دا د خپل بري لپاره مهم اقدام بولي.
د خالص په نامه یوه مظاهره کوونکي رویټرز خبري اژانس ته په دې اړه داسې وویل:
"نن یوه ډېره نیک مرغه ورځ ده او دا ځکه چې پوځ له مظاهره کوونکو سره یو ځای شو.
دا زما لپاره د حیرانتیا خبره نه ده، دا د حالاتو طبیعي جریان دی او موږ ډاډمن یو چې انقلاب پر سم لوری روان دی."
د یمن حکومت ټینګار کوي، چې اکثر ځواکونه جمهور رییس صالح ته وفادار دي او له ده څخه د دفاع لپاره به اقدام وکړي.
د یمن دفاع وزیر د پوځ د جګ پوړو قوماندانانو د دغه عمل په ځواب کې ویلي، د یمن وسله وال ځواکونو جمهور رییس صالح ته وفاداره دي او د ډموکراسۍ په مقابل کې د کودتاه د هر ډول ګواښ په ضد به مقابله وکړي.
د یمن په پوځ کې بیلتون هغه مهال رامنځ ته شو، چې د جمهور رییس صالح نږدې متحد او د یوې مهمې فرقې قوماندان جنرال علي محسن الحمر په یوه وېډیويي پیغام کې اعلان وکړ، چې له مخالفانو سره یوځای شو.
ده وویل:
"زه د مظاهره کوونکو په استازیتوب د ځوانانو د سوله ایز انقلاب او د هغوی د غوښتنو ملاتړ کوم. موږ په مرکز کې د امنیت او ثبات ټينګولو دندو ته دوام ورکوو.
ملاتړ
زموږ قطعات به په پوځ کې د خپلو وروڼو ملاتړ وکړي او له لوی خداي (ج) څخه استدعا کوم چې یمن له هرډول شر څخه په امن کې وساتي."
له دغه اعلان وورسته د جنرال الحمر په مخالفت کې د پوځ ټانکونه لارو او کوڅو کې په غرهار شول خو د جنرال الحمر ملاتړي ټانګونه او ځواکونه د مظاهره کوونکو د حفاظت په مقصد شاوخوا ګرځیدل.
له مظاهر کوونکو سره د پوځ یوځای کېدل زما لپاره د حیرانتیا خبره نه ده، دا د حالاتو طبیعي جریان دی او موږ ډاډمن یو چې انقلاب پر سم لوری روان دی.
مظاهره کوونکی