د لاسرسي لېنکونه

دوشنبه ۲۵ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۰۸

امریکايي چارواکو له افغانانو سره د خپلو پوځیانو پر بد چلند بښنه وغوښته


دغه تصویرونه د جرمني مجلې شپیګل ان لاین له خوا خپاره شوي وو

په دې وور ستیو کې جرمنې مجلې شپګل ان لاین په افغانستان کې د څو امریکایي عسکرو د چلند په اړه یو شمیر زړه بوږنونکي تصویرونه خپاره کړي دي. د دې تصویرونو خپرول ددې سبب شو چې امریکا بښنه وغواړي.

په هغې اعلامیې کې چې د امریکا د اردو د یوه صاحب منصب، ډګروال توماس کولنس، له خوا خپره شوې په جرمني شپیګل مجلې کې یې د خپرو شویو تصویرونو په اړه بښنه غوښتې.

د دوشنبي په ورځ په جرمني شپیګل مجلې کې داسې عکسونه خپاره شول، چې په افغانستان کې د ملکیانو د جسدونو تر څنګ د امریکایي عسکر یوه وړه ډله ښیې.

ډګروال توماس یوه پوځې محکمه جوړوي څو د دولس تنو امریکایانو دوسیې چې په قتل او نورو جرمو تورن دی وڅیړي.

په هغې اعلامیې کې چې د متحد ایالاتو د پوځ له خوا خپره شوې په خپورو شویو زړه بوږنونکو تصویرونو کې یې تر سره شوی چلند د امریکایی ارزښتونو خلاف یوه مساله بللې او هغه یې د امریکایي عسکرو د حیثیت او له پوځي ډسپلین او اصولو څخه لرې بللی.

تورن کسان هغه ډله امریکايي عسکر دي، چې په افغانستان کې کار کوي او په بیلابیلو قتلونو تورن دي. ټاکل شوې چې د تورنو کسانو پوځي محکمه په نیژدې راتلونکې کې پیل شي.

شپیګل ان لاین لیکي، متحد ایالات او ناټو د دې تصویرونو تر چاپ وروسته د عکس العملونو په اړه اندیښنه لري. د متحد ایالاتو د بهرنیو چارو وزیرې هیلری کلنټن خپل افغان سیال ته تیلفون کړي او ویلي یې دی چې په دې اړه څیړنه روانه ده.

د متحد ایالاتو د ملي امنیت مشاور هم په دې اړه له افغان مقاماتو سره غږیدلي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د متحد ایالاتو د دايمي پوځي هډو پر مسالې بحثونه روان ديو د دې تصویرونو چاپ کولی شي د دې دواړو هیوادنو یعنې افغانستان او متحد ایالاتو تر منځ نازکې اړیکې له خطر سره مخامخې کړي.

ناټو چې په افغانستان کې د متحد ایالاتو په مشري ماموریت تر سره کوي په راتلونکي کې د دې ډول عکسونو د چاپولو د احتمال په اړه د ځانګړو تدابیرو د رامنځ ته کولو ته تیاری نیسي.

پوځې مشران هغسې پالیسي ته ورته یوه پالیسي غوره بولې چې د متحد ایالاتو ډیپلوماتیکو بنسټونو د ویکي لیکس د فضیي په ارتباط رامنځ ته کړه.


د متحد ایالاتو د جمهور ریس د مرستیال جو بایډن په ګډون لوړ رتبه مقامات د یادو شویو عکسونو په اړه له ولسمشر کرزي سره خبرې کړي دي.

په افغانستان کې د ایتلافي ځواکونو قوماندان جنرال ډېوېډ پټرویس هم له ولسمشر کرزي سره کتلي دي په دې اړه یې بخښنه غوښتې او د نه تکرار ژمنه یې کړې ده.

امریکایان غواړي چې په توګه د دې عکسونو د چاپ په ارتباط د ولسمشر کرزي د شدید عکس العمل مخه ونیسي.

ټاکل شوي، چې دولس تنه امریکايي عسکر په بیلابیلو جرمنونو لکه قتل، په غیر قانوني توګه له جسدونو څخه پر عکاسۍ، له نشه يي موادو څخه په استفادي او د خپلو ملګرو عسکرو د زخمې کولو په جرم محاکمه شي.
XS
SM
MD
LG