د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

په کابل کې د بزګر نړېواله ورځ په سوړ انداز ولمانځل شول


په بادام باغ کې خلکو خلکو کرنیز محصولات او وسایط نندارې ته وړاندي کړل
په بادام باغ کې خلکو خلکو کرنیز محصولات او وسایط نندارې ته وړاندي کړل

هر کال به په کابل کې د نوې کال د ورځې تر لمانځلو وروسته د بزګر میله هم په پراخ ډول لمانځل کیده خو سږ دا ورځ هغسې چې په تیرو کلونو کې لمانځل کیده، ونه لمانځل شوه.

که څه هم د نوې کال د جشنونو او میلو د لمانځلو لپاره ځانګړی امنیتي تدابیر نیول شوي خو بیا هم امنیتي اندیښنو د خلکو په غونډو سیوري غوړولی دی.

په کابل ښار کې د نوروز د جشن او میلو لپاره یو شمېر سیمې ځانګړې شوي، چې په کې د دودیزو میلو ترڅنګ د موسیقۍ پروګرامونه په پام کې نیول شوي.

خو د نوي کال په دویمه ورځ په دې سیمو کې د خلکو ګڼه ګوڼه د توقع برخلاف کمه وه، خلک د دې څو بیلابیل علتونه په ګوته کوي، خو یو یې هم امنیتي ستونزې دي.

د کابل ښار یو اوسیدونکی وایي:

پېښه

"یو شمېر امنیتي ستونزې موجودي دي، نو د دې لپاره خلک هم دې ته لېوالتیا نه ښيي، چې ګډون وکړي، دو وېري چې کومه پېښه رامنځ ته نه شي.

په تېر وخت کې دا ځایونه ډک وو، د څارونو رسم ګذشت به و او د خلکو وخت به هم ډېر ښه تېرده، خو یوازې یو نندارتون دی، خلک راځي ګوري یې او ځي ترېنه."

خو د دې برخلاف د نوي کال لومړۍ ورځ جلا رنګ درلود او هغه په دې معنی، چې خلکو په عامه او رسمي مراسمو کې په پراخ ګډون او زیارتونو ته په ورتلو سره دا نوروز په شانداره توګه ولمانځه.

ځینې خلک د نوي کال په دویمه او پاتې ورځو کې د نوروز د لمانځلو لپاره د خلکو د نه لیوالتیا یو بل لامل ته هم اشاره کوي او وایي، چې په دې برخه کې مذهبي تبلیغاتو هم په خلکو اغیز درلودلی دی.

دوی وایي چې سږکال په کابل کې د نوي کال د لومړۍ ورځې د لمانځلو په اړه داسې تبلیغات وشول، چې ګواکې دا لمانځنه له اسلامي اصولو سره په ټکر کې ده.
له بېلابېلو ولایتونو څخه خلکو خپل کریز محصولات د بزګر جشن ته راوړي

له بل لورې یو شمېر خلک په نوې کال کې د میلو او جشنونو جوړول مهم ګڼې او وایي، چې د پسرلي د پیل سره خلک باید کر او د نیالګیو لګولو ته وهڅول شي.

"زما نوم عبدالستار دی د میدان ښار نه راغلی یم، ځکه پسرلی دی په دې ورځ کې باید خلک نیالګي کینوي، څو وطن اباد شي. پخواني بوټې او ونې خو خلکو ووهلې اوس نو باید نوي بوټي کېنوي."

خو یو شمېر خلکو بیا د کرنې او اوبو لګونې له وزارت نه سر ټکوي او ویل یې، چې دغه وزارت د بزګر جشن څنګه چې لازمه وه، و نه لمانځه.

د کرنې او اوبو لګونې وزارت هم دا پړه تر یوه حده مني خو وایي، چې د کرنې او نیالګیو کینولو لپاره نه یواځې په کابل کې بلکې په ټول هیواد کې پراخ حشر او پروګرامونه په پام کې لري.

په ورته وخت کې د کرنې او مالدارۍ وزارت د بزګر د میلې د ورځې سره سم د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو او یو شمېر لاسې صنایعو نندارتون تنظیم کړی چې د دریو ورځو لپاره به دوام وکړي.

رپورټ: مخفي عزیزي- کابل
XS
SM
MD
LG