د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۲۶ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۰۶

هغه ولایتونه چې امنیتي مسولیت یې افغان ځواکونو ته سپارل کیږي اعلان شول


ولسمشر کرزي وویل، چې د امنیتي مسوولیت سپارلو بهیر به د روان کال په چنګاښ کې پیل شي.
افغان ولسمشر حامد کرزي په هیواد کې د امنیتي مسئولیتونو د سپارلو د بهیر د اعلان پر وخت د دې بهیر د بریالیتوب لپاره ځني شرایط هم وړاندې کړل.

ولسمشر کرزي وویل، چې په لومړي پړاو کې به د بامیان او پنجشیر ولایتونه، له سروبي پرته د کابل ولایت امنیت او د لښکرګاه، هرات، مزار شریف او مهترلام ښارونو امنیت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

حامد کرزي چې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د ملي پوځ په اکاډمۍ کې د پوځ د دریمي دورې د فارغو سوو افسرانو په غونډه کې خبري کولې وویل، چې د بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته به د امنیت سپارلو بهیر د روان کال په چنګاښ میاشت کې پیل شي.

جوړښتونه

خو ولسمشر کرزي د دې بهیر د بري په خاطر وویل، چې باید له دولت سره موازي جوړښتونه او د بهرنیو ځواکونو له خوا خپل سري عملیات بند شي.

"د انتقال له پروسې سره سم، باید خارجي موازي جوړښتونه او اجراات لکه خصوصي امینتي شرکتونه، پي. ار. ټي ګانې، د مېلشو موجودیت، د خارجي قواوو له خوا د افغانانو نېول او په خپل سر د کورنو لټول ختم شي.

له امریکا سره ستراتیژیکې همکارۍ د دور نما او اهدافو لپاره به ډېر ژر د هېواد عنعنوي لویه جرګه راوغوښتل شي.

ولسمشر کرزی
پر دغو موادرو اقدام د یو مستقل او د ملي حاکمیت خاوند د دولت د تقویې اساسي شرط دی."

د ښاغلي کرزي له خوا په وړاندې شویو شرطونو کې یو هم د کابل د نړیوال کانفرانس د پریکړو عملي او د افغان دولت د بودیجې له لارې د نړیوالو مرستو لګول وو.

ولسمشر کرزي یو ځل بیا وویل، چې د تروریزم اصلي ځالي په افغانستان کې نسته او باید د هغوی ځایونه له افغانستانه دباندې له منځه یووړل شي.

نوموړي له ګاونډیو هیوادونو په ځانګړي ډول پاکستان څخه وغوښته، چې په افغانستان کې د سولې او امنیت په خاطر د افغانستان د سولې له روان بهیر څخه په جدي توګه ملاتړ وکړي.

افغان ولسمشر په خپلو خبرو کې له امریکا سره د ستراتیژکو همکاریو د یوه نوي تړون پر سره روانو خبرو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې د افغانستان او امریکا ترمنځ د اوږد مهاله ستراتیژیکو اړیکو د تړون په اړه پریکړه به لویه جرګه کوي.

"د هېواد د ملي ګټو پر بنسټ، د امریکې متحده ایالاتو سره زموږ د ګډې همکارۍ او دوستۍ ادامه، زموږ د خارجي او امنیتي سیاست له اساسي ستنو څخه ګڼل کیږي.

په کابل کې د ملي پوځ په اکاډمۍ کې د پوځ د دریمي دورې د فارغو سوو افسرانو په غونډه کې خبري
د دواړو هېوادو تر منځ د ستراتیژیکې همکارۍ لپاره، خبرې همدا اوس جریان لري، د دې ستراتیژیکې همکارۍ د دور نما او اهدافو لپاره به ډېر ژر د هېواد عنعنوي لویه جرګه راوغوښتل شي او حکومت به د لویې جرګې د لارښوونې سره سم د هېواد د ملي ګټو په پام کې نیولو سره خپل اقدام وکړي."

حامد کرزي پر وسله والو طالبانو او نورو مخالفینو غږ وکړه، چې نور د ولسي خلکو له وژلو او جنګ جګړو لاس واخلي او که داسي نه کوي، نو دا خپله په افغانستان کې د بهرنیانو د تل پاتې حضور او ناورین سبب ګرځي.

خو افغان ځواکونو ته د امنیت سپارلو په اړه لا اوس هم شکونه سته، چې په لږو امکاناتو به امنیتي چاري په بشپړه توګه سمبالي شي.

افغان حکومت د امنیت اخیستلو مسوولیت خپل یو مجوریت بولي او هیله ښيي چې تر 2014 کال پوري به افغان ځواکونه غښتلي شي.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG