د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۶

خلیلي: افغانستان له دوو سترو ننګونو سره مخامخ دی


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن تر ډیره په هیوا کې د سولې او پخلاینې روانو هڅو ته کتنه او پدې برخه کې د ځینو کړیو نظرونه راخستي دي.

ملي ارمان نا دولتي ورځپاڼې په هیواد کې د سولې د روانو هڅو په تعقیب د ولسمشر کرزي د دویم مرستیال په څرګندونو بحث کړې، چې په مزار شریف کې د نوروز جشن په رسمي مراسمو کې کړي.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم ښاغلي خلیلي وسله والو مخالفینو ته بلنه ورکړه، چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي، خو دا یې هم وویل، چې دوی نه غواړي ماضي ته ورستانه شي او په اساسي قانون کې بدلون راولي.

ورځپاڼه کاږي، چې کریم خلیلي په دې باور دی، چې سولې ته د رسیدو لپاره باید د تیرو لسو کلونو لاس ته راوړنې ضایع نشي.

خو ملي ارمان په یو جلا مطلب کې له وسله والو مخالفینو سره د سولې لپاره د حکومت په روان دریځ انتقاد کوي او لیکي، چې له وسله والو مخالفینو سره د خبرو لپاره روانې هڅې او هغه هم له یو کمزوري دریځ نه کومه نتیجه نشي ورکولې.

ورځپاڼه په خپل دې مطلب کې د ولسمشر کرزي وړاندیزونو ته د طالبانو نه پاملرنې ته په اشارې د دوی په خلاف د پوځي عملیاتو په زیاتولو ټینګار کوي.

خو افغانستان نا دولتي ورځپاڼې بیا لیکلي، چې ښاغلي خلیلي په دې ټینګار کړی، چې باید په هیواد کې د سولې هڅې لا جدي شي.

ورځپاڼه لیکي، چې ښاغلې خلیلي په دې باور دې، تر هغو، چې په هیواد کې جنګ روان وي د امنیتي مسؤلیتونو د سپارلو بهیر بریالی کیدای نه شي.

ورځپاڼه لیکي، که څه هم کریم خلیلي د امنیتي مسوولتیونو د انتقال بهیر خورا مهم بولي، خو وایي، چې له دې سره جوخت باید له وسله والو سره د خبرو او پخلاینې هڅې هم باید ګړندۍ شي.

اوټ لوک انګلسي ژبې ورځپاڼې هم د ولسمشر کرزي د دویم مرستیال په پرونیو څرګندونو بحث کړې او لیکلي، چې افغان حکومت په نوي کال کې له دوو سترو ننګونو سره مخامخ دی.

ورځپآنه د خلیلي په حواله وړاندې لیکي، چې له وسله والو مخالفینو سره د سولې او پخلاینې د خبرو بریالي کول د افغان دولت په وړاندې تر ټولو ستره ننګونه ده او دده په وینا پدې بهیر کې ښکیل خلک باید له زیات خلوص نه کار واخلي، څو وسله وال سولې ته راضي کړي.

د ورځپاڼې په وینا د ښاغلي خلیلي په اند د دولت په وړاندې دویمه ستره ننګونه له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د تدریجي وتلو پیل دې.

خو اوټ لوک په یو جلا مطلب کې لیکي، چې له طالبانو سره پخلاینه یوازې هغه وخت ممکن او عملي ده، چې د ستونزې ریښې وموندلې شي.

ورځپاڼه پدې باور ده، چې دا کار هله امکان لري، چې ټول ښکیل اړخونه غښتلې سیاسي هوډ ولري او ددې کار لپاره یو میکانیزم جوړ کړي.

ورځپاڼه په هیواد کې د سولې د ټینګښت لپاره په حکومت کې د فساد له منځه وړل او د یو غښتلې ممثل حکومت رامنځ ته کول هم ضروري بولې.
XS
SM
MD
LG