د مصر د انتخاباتو کمیسیون وویل، په سلو کې اوه اویا رای ورکوونکو د هېواد په اساسي قانون کې تعدیلات منلي دي.
څلوېښت په سلو کې هغو کسانو چې په مصر کې د رایې ورکولو حق لري، په دغه ریفرنډم کې برخه اخیستې، چې دغه شمېر د مصر د تیرو هرو انتخاباتو له ګډونکوونکو اوچت دی.
په ملیونو کسانو چې په بیساري توګه یې د رایې ورکونې د مراکزو مخې ته اوږده کتارونه جوړ کړي وو، په دغه ریفرنډم کې برخه واخیسته.
د پخواني جمهور رییس حسنې مبارک په تېر دېرش کلن دوران کې چې اکثره انتخابات پرته له درغلیو او خلاف ورزیو نه وو، خلک له انتخاباتو او رایې ورکونې بیزاره شوي وو.
ولسي پاڅون
خو پنځه اوونۍ وروسته له دې چې مبارک د ولسي پاڅون په نتیجه کې وپرځېده، ډیرو رایو ورکوونکو د شنبې په ورځې د ریفرنډم په مهال وویل، چې د خپل هیواد د راتلونکې په جوړونه کې د برخې اخیستلو لپاره رایه ورکوي او اوس باور لري چې رایه یې یوبدلون رامنځ ته کولی شي.
د مصر په اساسي قانون کې تعدیلاتو په هیواد کې راتلونکو پارلماني او د جمهوري ریاست انتخاباتو ته لاره اواروي.
د مصر پوځي شورا چې د حسنې مبارک د واک له پرځیدو وروسته یې د هېواد واګې په لاس کې دی اعلان کړی، چې پارلماني انتخابات به شپږ میاشتې وروسته او ورپسې د روان کال له پایه مخکې د جمهوری ریاست انتخابات ترسره کوي.
د مصر پوځي شورا ویلي، څومره ژر چې کیدای شي واک یو منتخب ملکي حکومت ته سپاري.
د مصر د اساسي قانون په نهو څایونو کې تعدیل ترغورلاندې دي. له دغو تعدیلاتو سره سم به د جمهوري ریاست دوره څلور کاله وي، چې یواځې یوځل به نوې کیدای شي. د حسنې مبارک په دوران کې د جمهوري ریاست دوره شپږکاله وه، چې څو ځلې بیاهم نوې کیدای شوه.
دغه راز دغه تعدیلات مستقلو او غیرحزبي کسانو ته هم حق ورکوي، چې ځان جمهوري ریاست ته کاندید کړي.
هغه کسان چې غواړي ځان کاندید کړي نو باید د پارلمان د دېرشو کسانو موافقه ورسره وي، یا د مصر د پنځلسو ولایتونو د دېرشو زرو اوسیدونکو امضاګانې راوړي.
د تعدیلاتو یوه بله فقره قضا ته یوځل بیا د انتخاباتو د څارنې صلاحیت ورکوي. دغه ډول څارنه د حسنې مبارک په دوران کې لغوه شوې وه، چې په انتخاباتو کې یې درغلیو ته لاره پرانیستې وه.
د مصر په قانون کې تعدیلات جمهور رییس مکلفوي چې په شپیتو ورځو کې باید خپل مرستیال وټاکي.
پخواني جمهوررییس حسنې مبارک چې په خپل دېرش کلن دوران کې یې کوم ټاکلی مرستیال نه درلوده ګمان کیده، چې خپل زوی جمهوری ریاست ته برابروي.
بله دا چې له تعدیلاتو سره سم جمهوررییس په هیواد کې د اضطراری حالت د اعلان صلاحیت لري خو که چیرې غواړې له شپږو میاشتو وروسته یې تمدید کړي نوباید ریفرنډم وکړي.
د حسنې مبارک په تیر ټول دېرش کلن دوران کې مصر په اضطراري حالت کې وه.
سره له دې چې د شنبې د ورځې د ریفرنډم نتیجه د مصر ځوانو سیاسي فعالانو ته چې په هیواد کې د وروستي ولسي پاڅون پیلوونکی ګڼل کیږي، له توقع بهر نه وه خو د دوی هلې ځلې یې په شا وتمبولې.
دوی غوښتل چې خلک تعدیلات رد کړي او انتقالي دوره یوځه اوږده شي ترڅو هغه سیاسي ګوندونه چې د پاڅون په ترځ نوي راټوکیدلي دي، د راتلونکو انتخاباتو لپاره کافي تیاری ونیسي.
عبدالرحمن سمیر د مصر د انقلابي ځوانانو د ایتلاف یومشر د فایننشیل ټایمز ورځپاڼې ته ویلي:
"موږ د رای ورکوونکو د فیصلې درناوی کوو، موږ راتلونکو انتخاباتو ته د خپلو کاندیدانو لسټ په ګډه جوړوو او د ولسي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره خپل زیارونه پیلوو."
اخوان المسلمین او د حسنې مبارک په مشرۍ ملي ډیموکراټیک ګوند له خلکو غوښتي وو، چې تعدیلات ومني.
اخوان المسلمین وایي، ولسي منتخب حکومت ته د واک ژرانتقال په هیواد کې ثبات ټینګوي او د پوځیانو د حکومت شپې ورځې لنډوي.

موږ د رای ورکوونکو د فیصلې درناوی کوو، موږ راتلونکو انتخاباتو ته د خپلو کاندیدانو لسټ په ګډه جوړوو او د ولسي ملاتړ د ترلاسه کولو لپاره خپل زیارونه پیلوو.
سمیر