د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۲۹ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۰۲

په کابل خلکو د نوي کال لومړۍ ورځ په ډاډمنه فضا کې ولمانځله


د نوي کال د جشن د لمانځلو لپاره یوازې په کابل ښار کې ۱۳ زره پولیس په دنده ګمارل شوي وو.

د نوي کال په لومړۍ ورځ په کابل کې جدي امنیتی تدابیرنیول شوي او خلک په ځانګړي توګه ځوانان میله ځایونوته د میلې لپاره ورغلي.

په کابل ښارکې ډېرشمېر خلکو د نوي کال په لومړۍ ورځ میلې وکړې، بیلابیلو تفریح ځایونو ته ولاړل او له خپلو دوستانو او ملګرو سره یې په دې ورځ ښې او خوشحالې شیبې تیرې کړې.

ډیرشمېر ځوانانو نوي کالي اغوستي وو او په بیلابیلو تفریح ځایونو کې یې ډلې جوړې کړې وې، دوی ټوکې ټکالې کولې او هریوه هیله کوله چې نور له افغانستان څخه د جګړو او تاوتریخوالي لمن ټوله شي.

دوی که څه هم له امنیتي پلوه څه نا څه اندیښنې درلودې خو بیا هم په نوروز کې یې ځانونه خوښ ساتلي وو او د نوروز په اړه یې موسیقي او سندرې هم اوریدلې:

نوی کال په افغانستان کې له ډیر پخوا څخه د ځانګړو میلو په ترڅ کې نمانځل کیږي، په دې ورځ د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې خلک له خپل دود دستور سره سمې میلې جوړوي او ځوانان او ماشومان نوي جامې اغوندې.

خو په دې ورځ هم ځینې بیوزله کسان خپله بیوزلي ژاړي او وایي، چې د میلې په فکر کې نه دي بلکې هڅه کوي، چې د خپلې کورنۍ لپاره یوه مړۍ ډوډۍ پیدا کړي:

"نوم مې پیر محمد دی، مسکین خلک یو، نن خپله غریبي کوو، په میلې څه کوو. که مسکینان نه وای نن به ما هم خپل چکر واهه او میلې به مې کولې. نن بیا هم ښه یو لږه غریبي مو وکړه."

د طالبانو د رژیم پر مهال خلکو ته اجازه نه ورکول کېده، چې نوروز ولمانځي او په دې ورځ میلې وکړي، خو د طالبانو د رژیم تر ړنګیدو وروسته خلکو بیا د نوروز لمانځل پیل کړل او په دې ورځ میلې کوي.

د نوروز په اړه بیلا بیلو سندرغاړو ډیرې سندرې هم ویلي، او له دې ورځ څخه یې په سندرو کې یادونه کړې:

نوروز به پخوا په کابل ښار کې په ډیرو پراخو مراسمو کې لمانځل کېده، په حضوري چمن او ځینو نورو ځایونو کې به کیمپونه جوړېدل او سندرغاړو به کنسرټونه ورکړل.

د کابل ښار یوه اوسیدونکې چې له خپلې کورنۍ سره د مرنجان غوڼدې ته د میلې لپاره راغلې وه، په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"پخوا به ډېرې لویې مېلې وې، کمپونه جوړېدل او د هر وزارت به ځان ته کمپونه وو، د افغانستان نامتو هنرمندانو په کې سندرې ویلې.

موږ به په ډېر ډاډه زړه او ازاده فضا کې خپلې مېلې کولې، دا ویره له موږ سره نه وه، چې یوه له امنیتي ګواښ سره مخامخ کیږو.

بېګاه چې کله کال نوی کېدو موږ ټول لاس په دعا وو، چې خدای دې نور زموږ په هېواد کې ارامي راولي."

په نوي کال کې بزګران هم جشن لري، دوی په دې ورځ د خپلې کرنې لپاره تیاری نیسي، د کار وسایل چمتو کوي او هیله ښیي، چې وچکالي نه وي او ښه فصلونه ترلاسه کړي.

په کابل ښار کې ښځې او نجونې د نوي کال په لومړۍ ورځ ترډېره په شهدای صالحین، کارته سخي، بابر بڼ، بي بي مهرو غونډۍ او شاه شهید سیمو کې سره را ټولې شوې وې، دوی هم میلې وکړې او په دغو سیمو کې امنیتي ځواکونو لا سخت امنیتي تدابیر نیولي وو، په هغو سیمو کې چې د ښځو ډېره ګڼه ګوڼه وه امنیتي ځواکونو نارینه و ته د ورتګ اجازه نه ورکوله.

د ملي اردو یوه سرتیري چې د مرنجان په غونډۍ کې په دنده بوخت وو څرګنده کړه چې دی په خپله دنده کې ډیرخوښ دی:

"دا موږ ته مېله ده، چې خپل وطن ته خدمت کوو او خلکو ته یوه ډاډمنه فضا رامنځ ته کوو."

په کابل کې امنیتي چارواکو لا له وړاندې ویلي، چې د نوي کال لپاره یې پنځلس زره پولیس، د ملي امنیت کارکوونکي او د ملي اردو ځواکونه په دندو ګمارلي، دا ځواکونه ټول هغه نقلیه وسایط په جدي توګه څاري چې کابل ښارته تګ راتګ کوي.

په نوروز کې د خلکو او نقلیه وسایطو ګڼه ګوڼه هم په کابل ښار کې زیاته وه، په ځانګړي توګه په هغو سیمو کې چې تفریحې دي او خلک د میلې لپاره ډېر ورغلي وو.
XS
SM
MD
LG