د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۶

مولن: په لیبیا کې زموږ د لومړۍ ورځې عملیات بریالي وو


مولن وايي پرون په بنغازي کې د قدافي پر ځمکنیو قواو حمله هم زموږ په عملیاتو کې شامله وه.
مولن وايي پرون په بنغازي کې د قدافي پر ځمکنیو قواو حمله هم زموږ په عملیاتو کې شامله وه.
د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز ادمایرال مایک مولین وايي، چې متحدو ایالاتو او د دوی اروپايي متحدانو په پوره موفقیت د لیبیا پر فضا د پروازونو بندیز ټینګ کړی دی او د بن غازي په لور یې د معمر القذافي د ځواکونو د پرمختګ مخنیوی کړی دی.

بنغازي په لیبیا کې د مخالفینو د حکومتي ضد مقاومت عمده ځای دی. د فرانسې، بریتانیې اومتحد ایالاتو پوځونو په لیبیا کې پر ملکي خلکو د قذافي د عسکرو د حملو د مخنیوي په خاطر په سیمه کې پوځي عملیات پیل کړل.

"د یک شنبې په ورځ د امریکا او یو شمیر اروپايي هیوادونو الوتکو د لیبیا په ساحلي ښار بنغازي کې د معمر القذافي د ځواکونو پرمختګ په ټپه ودراوه."

د حکومت ضد ملیشو په بنغازي کې د دې کار هرکلې وکړ.

بمباري

د امریکا او اروپايي متحدینو الوتکو د بنغازي په شل کیلومترۍ کې پر یوه پوځي کمپ بمباري وکړه.

له دې ځایه د معمرالقذافي پلویانو پر مخالفینو حملې کولې. نړیوالو ځواکونو پر بنغازي دا عملیات په سیمه کې د قذافي د مخالفینو او پلویانو ترمنځ تر نښته وروسته کړي دي.

د نښتې پرمهال د قذافي د پلویانو ټانکونو اور اخیستې و او ګڼ شمیر تلفات یې درلودل. یوتن زخمي وايي:
زموږ هدف هم دا دی چې پر دې ځواکونو د حملو له لارې پر ملکی خلکو د هغوی د ډزو مخنیوی وکړو.

مولن

"هغوی تر لمر لویدو وروسته موږ په یوه ښونځي او پوهنتون کې محاصره کړو او د شپې له را رسیدو سره یې حمله پيل کړ. موږ دواړو پر یو بل ډزې کولې."

د امریکا د ګډو ځواکونو لوی درستیز ادمیرال مایک مولن ویلي، چې په لیبیا کې د دوي او د اروپايي متحدینو د عملیاتو لومړۍ ورځ په بریاليتوب پای ته ورسیده.

"پرون په بنغازي کې د قدافي پر ځمکنیو قواو حمله هم زموږ په عملیاتو کې شامله وه. زموږ هدف هم دا دی چې پر دې ځواکونو د حملو له لارې پر ملکی خلکو د هغوی د ډزو مخنیوی وکړو."

په عین حال کې ویل شوي، چې چین او روسیې د لیبیا په وضعیت کې د غرب د پوځې مداخلې په اړه اندیښنه څرګنده کړې ده او ویلي یې دي، چې دا ښايي د لا زیاتو ملکي خلکو د وژل کیدو سبب شي.

د بریتانیې حکومت پرون اعلان وکړ، چې په بنغازي کې د ملکي تلفاتو د مخنیوي پر لاروچارو غور کوي. امریکايي مقاماتو ویلي، چې د دوي او اروپايي ځواکونو په عملیاتو کې د هیڅ ډول ملکي تلفاتو خبر نه دی خپور شوی.
XS
SM
MD
LG