د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۱

غالب: د نوي کابل په مناسبت درې نیم زره بندیان خوشي شوي دي


د ښاغلي غالب په وینا دغه بندیان د ولسمشر کرزي په فرمان خوشې شوي دي.
د ښاغلي غالب په وینا دغه بندیان د ولسمشر کرزي په فرمان خوشې شوي دي.
د افغانستان د عدليې وزارت وايي، په روان لمریز کال کې، چې د پای شیبې یې دي، په بیلابیلو مناسبتونو له درې نیم زرو ډیر بندیان خوشي کړي او له پنځو زرو د ډېرو بندیانو د بند موده یې راکمه کړې ده.

د عدلیې وزیر حبیب الله غالب، چې د یکشنبې په ورځ یې د بندیانو په اړه د ولسمشر کرزي د فرمانونو د پلې کولو په اړه معلومات ورکول وویل، چې د دغو فرمانونو په پام کې ساتلو سره د شاوخوا پنځو زرو بندیانو د بند موده راکمه شوې.

د ښاغلي غالب په وینا اکثره دغه بندیان په هیواد کې سولې او پخلاینې د روان بهیر د پیاوړي کولو لپاره د ولسمشر کرزي د ځانګړو فرمانونو او د سولې د عالي شورا په سپارښتنو خوشي شوي دي.

"د عفوې او تخفیف فرمانونه چې په مذهبي او ملي ورځو کې د جمهوري ریاست د مقام له خوا صادر شوي دي، دوی د همدې عفوې او د تخفیف فرمانو لاندې راغلي او ور څخه استفاده یې کړې دي."

د عدلیې وزارت د معلوماتو له مخې په خوشې شویو بندیانو کې شاوخوا اووه سووه یې له وسله والو مخالفینو سره د اړیکو په تور نیول شوي وو، خو له دوی سره د شتو تورونو د سپیناوي لپاره موثق اسناد نه وو موجود.

ښاغلي غالب په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې په روان کال کې له یوسل او شلو ډېر کسان په اعدام محکوم شوي، چې د اتو کسانو سزا یې د ولسمشر کرزي په فرمان په عمر قید بدل شوی.

د عدلیې وزیر په ۱۳۹۰ کال کې د دغه وزارت په چوکاټ کې د تعقیب او مراقیب ادارې د رامنځ ته کیدو خبر ورکړ او ویې ویل، چې د دغې ادارې غړي به د ولایتونو محبسونه له نژدې ګوري او د عدلیې د وزارت د کارکونکو کارونه به څیړي.

ښاغلي غالب زیاته کړه، چې په ۱۳۹۰ لمریز کال کې به د څرخي پله په زندان کې د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ یو سل بستریزه روغتون او د نړیوال بانک په مرسته د ټولو ولایتونو په زندانونو کې روغتیایې مرکزونه جوړ کړي.

د عدلیی وزارت له خوا دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې اوس اوس یو شمېر بندیانو د څرخي پله په زندان کې له ناوړه حالت سر ټکوه او له چارواکو یې په دې برخه کې د پاملرنې غوښتنه کوله.

دغه زندان تر دې مخکې هم د نا سمو شرایطو له کبله څو څو وارې د بندیانو د پاڅون شاهد و، چې په کې د زندان له ساتونکو سره په نښته کې ځینې بندیان وژل شوي هم دي.
XS
SM
MD
LG