د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۳

د طالبانو یو استازي: دولت سره مو د سولې خبرې روانې دي


عبدالخالق ملکزی ځان د هغو ۱۲ زرو وسله والو طالبانو استازي بولي
عبدالخالق ملکزی ځان د هغو ۱۲ زرو وسله والو طالبانو استازي بولي

د عبدالخالق ملکزي په نامه یو کس، چې ځان د افغان طالبانو استازی بولي نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې راڅرګند شو او د سولې د روانو هڅو څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

عبدالخالق ملکزی ځان د هغو ۱۲ زرو وسله والو طالبانو استازي بولي، چې د نوموړي په خبره دوی په وروستیو کې د القاعده او نورو بهرنیو کړیو څخه جلا شوي او د افغان دولت سره سوله کول غواړي.

ښاغلي ملکزي د یکشنبې په ورځ په کابل کې تر یوې خبري غونډي وروسته د ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، چې د دوی هدف په افغانستان کې سوله راتلل او جګړه ختمول دي.

”زموږ هدف دا دی چي په افغانستان کي سوله راشي، موږ چې کله د افغان ولسمشر کرزي ژړا واورېده او ویل یې چي ملکي تلفات ډیر شوي، نو موږ دا پرېکړه وکړه، چې باید سوله وکړو.

زموږ شمېر دولس زرو ته رسیږي او د شپږو زرو نورو سره خبري کوو.”

عبدالخالق ملکزی وايي، چې د سولې عالي شورا ځکه نه مني، چې په تیر یوه کال کې یې د سولې لپاره هیڅ هم نه دي کړي.

په ننګرهار، کندز او ځینو نورو ولایتونو کي د وسله والو طالبانو له خوا شوي حملې هم ناسمې دي، باید ولسي خلک ونه وژل شي.
ملکزی
ده وویل، چي د دوی د ملګرو خبري د ولسمشر حامد کرزي د مرستیالانو په څېر د لوړپوړو چارواکو سره رواني دي او په دوهم ګام کې دوی په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پټرویس او خپله د امریکا د سفیر سره خبري کول غواړي.

د ښاغلي ملکزي په خبره چې په شا او خوا ۱۶ ولایتونو کې نژدې ۱۲ زره طالبان، چې له القاعده څخه بیل شوي د دولت پر ضد فعالیتونه کوي، خو که دولت ورسره سوله وکړه، دوی به دغه ولایتونه د سولي په نوم اعلان کړي.

نوموړي په ننګرهار، کندز او ځینو نورو ولایتونو کي د وسله والو طالبانو له خوا شوي حملې هم ناسمه وبللې او ویې ویل چې باید ولسي خلک ونه وژل شي.

تر وسه مو هڅه وکړه، چي په دې اړه د افغان دولت غبرګون راواخلو خو بریالي نه سو او وسله والو طالبانوهم په دې ا ړه کومه تبصره نه ده کړې.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG