د لاسرسي لېنکونه

پنجشنبه ۶ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۳۱

مصريان د پرونۍ ټولپوښتنې نتايجو ته سترګې په لار دي


په فبرورۍ مياشت کې د استبدادي مشر حسني مبارک له ليرې کېدو وروسته دغه ټولپوښتنه په اساسي قانون کې د تغييراتو لپاره وشوه.

پرون په مليونونو کسانو خپلې رايې وکارولې، د څو لسيزو تر انتخاباتو وروسته چې د مبارک رژيم به په کې درغلۍ کولې، د رايې اچونې پرونى بهير ازاد ګڼل شوى دى.

په قاهره کې يوه ګډونوال محمد بدر د ازادۍ راډيو عراقۍ څانګې ته خپل احساسات بيان کړل:

”ما په دې رايه اچونه کې برخه واخيسته خو ما منفي رايه ورکړه، ځکه زما په عقيده پخوانى اساسي قانون د انقلاب په نتيجه کې بې اعتباره شو، د انقلاب مشروعيت هم اساسي قانون لغو کوي“

د اساسي قانون اصلاحات د يوې پوځې شورا له لوري ترسره کېږي، چې د مبارک تر ليرې کېدو وروسته يې مسووليت په خپل لاس اخيستى، د اصلاحاتو پر اساس به سږکال په مصر کې پارلماني او د جمهوري رياست انتخابات کېږي.

راپورونه څرګندوي، چې پرونۍ رايه اچونه ډېره سوله ييزه وه، خو يوه پېښه چې وشوه هغه دا وه چې په قاهره کې د رايې اچونې تر يوه مرکز دباندې، پر ډيموکراسۍ او اصلاح پلوه او د سولې لپاره د نوبل جايزې پر ګټونکي محمد البرادعي باندې د ډبرو او بوتلونو ګوزارونه وشول.
XS
SM
MD
LG