د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۳۱ غویی ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۵۲

پاکستان: د ډبرو سکرو په یو کان کې د چاودنې شوې


په پاکستان کې د کانونو يو چارواکي وايي، په جنوب لوېديځ کې نن د ډبرو د سکرو په يوه کان کې د ميتان ګاز د چاودنې په نتيجه کې لږ تر لږه شپږ کان کيندونکي ووژل شول او شپږڅلوېښت نور په کان کې راګير شول.

ژغورونکي هڅه کوي په کان کې راګيرو کسانو ته ځانونه ورسوي، خو ميتان ګازونو د دوى هڅې ناکامې کړې دي.

دغه کان د بلوچستان ايالت د مرکز کوټې د ختيځ په څلوېښت کيلومترۍ کې پروت دى، چې دوې اوونۍ مخکې خطرناک وبلل شو. خو د کانونو مفتش افتخار احمد وايي چا د دې خبرداري پروا ونه کړه.

دغه کان د پاکستان په دولت پورې اړه لري خو يوه خصوصي قراردادي ته په اجاره ورکړل شوى.
XS
SM
MD
LG