د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۱:۴۴

ایتلافي هوايي او سمندري ځواکو په لیبیا کې مهم اهداف ویشتي دي


د امریکا سمندري جنګي بیړیو پرلیبیا له سلو زیات لرې واټن ویشتونکي کروز او توماهاګ توغندي توغولي دي.
په لیبیا کې پر بیلا بیلو اهدافو باندې د نړیوال ایتلاف د هوايي ځواکونو بریدونه دوام لري او راپورونه وايي، چې پایتخت طرابلس او نورو سیمو کې مهم هدفونه په نښه شوي دي.

د فرانسې په مشری نړیوال ایتلاف دا حملې وروسته له هغې پیل کړي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تیرې پنجشنبې په ورځ د لیبیا پر فضا باندې د الوتنو د بندیز پریکړه لیک تصویب کړ.

امریکايي او اروپايي پوځي مقاماتو ویلي، د دوی د هوايي بریدونو لومړۍ هدف د لیبیا د هوايي دفاع سیستم له منځه وړل دي څو پر ملکي وګړو د قذافي د ځواکونو د بمباریو مخه ونیول شي.

دفاعي سیستم

د برتانیې د دفاع وزیر لویدیځو خبري اژانسونو ته ویلي، چې د دوی په هوايي او د میزایلو په بریدونو کې د لیبیا په پایتخت طرابلس کې د دغه هیواد هوايي دفاعي سیستم ځپل شوی دی.

د امریکا د دفاع وزارت وايي د دوی سمندري جنګي بیړیو پرلیبیا باندې له سلو زیات لرې واټن ویشتونکي کروز او توماهاګ توغندي توغولي دي.

د معمر قذافي حکومت وايي، د نړیوال ایتلاف په حملو کې چې له تیرې شپې راهیسې پیل شوي نږدې پنځوس کسان وژل شوي خو خپلواکو سرچینو بیا دا خبره نه ده تایید کړې.

اوس د ټولو سلا کوتونو پرانستل پيل شوي، څو ټول خلک په هر ډول وسلو سمبال شي چې د لیبیا له خپلواکۍ، یوالي او شرف څخه دفاع وکړي.

قذافي
رویټرز خبري اژانس د لیبیا د حکومت د مخالفانو له اصلي سنګر بن غازي ښار څخه خبر ورکړی، چې د ایتلافي ځواکونو په هوايي حملو کې ګڼشمیر ټانکونه او پوځې موټرې له منځه تللي دي.

د لیبیا مشر قذافي په خپلو صوتي ویناو کې چې د دغه هیواد دولتي تلویزون خپرې کړې د نړیوال ایتلاف هوايي حملې غندلي دي او هغه يې له نړیوال قانون سرغړونه بللې ده.

قذافي وویل: "اوس د ټولو سلا کوتونو پرانستل پيل شوي، څو ټول خلک په هر ډول وسلو سمبال شي چې د لیبیا له خپلواکۍ، یوالي او شرف څخه دفاع وکړي."

معمر قذافي ګواښ وکړ، چې د نوموړي به وینا د دغې استعماري یرغل په وړاندې به لیبیا اوږده جګړه پر مخ یوسي.

له دې نه مخکې د امریکا ولسمشر باراک اوباما وویل، چې هغه امریکايي ځواکونو ته پر لیبیا د محدود هوايي بریدونو د ترسره کولو اجازه ورکړې څو د دغه هېواد پر فضا پر الوتنو د بندیز په اړه د ملګرو ملتونو پریکړه لیک تطبیق شي.
XS
SM
MD
LG