د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۶

د مالیې وزارت د منځنۍ کچې د مالیې ورکولو لپاره یوه نوې اداره پرانیستله


د مالیې وزارت د عمومي عوایدو د ریاست سرپرست زبیر احمد صالحي.
د مالیې وزارت د عمومي عوایدو د ریاست سرپرست زبیر احمد صالحي.
د افغانستان د مالیې وزارت د منځنۍ کچې مالیه ورکونکو ته د سهولیت رامنځ ته کولو په هدف په کابل کې یوه نوې اداره پرانستله.

د مالیې وزارت د عمومي عوایدو چارواکي وایي، دغه اداره به د مالیه ورکونکو په وړاندې پرتې ستونزې او پیچلتیاوې له منځه یوسي.

د عمومي عوایدو د ریاست سرپرست زبیر احمد صالحي د یکشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، چې د منځنۍ کچې مالیه ورکونکو لپاره یې په بلخ، هرات او ننګرهار کې هم دفترونه پرانستي دي.

مالیه ورکوونکي

نوموړي وویل، اوسمهال له دوی سره له دوو زرو ۲۰۰۰ څخه زیات مالیه ورکونکي ثبت دي او زیاته یې کړه، چې په نوي کال کې به دغه شمیره نوره هم زیاته شي.

"اوسمهال له موږ سره ۲۵۰۰ په شااوخوا کې مالیه ورکونکي ثبت دي او په نوي کال کې به پنځه زره نور مالیه ورکونکي هم ولرو، په نوي کال کې به د عوایدو کچه هم تر شپږنیم تراوو ملیارده افغانیو پورې ورسیږي."

د صالحي په خبره دغه مالیه له ساختماني شرکتونو، خصوصي ښونځیو او شخصي پوهنتونونو څخه ترلاسه کیږي.

په نوي کال کې به هڅه وکړو، چې سرغړونکي او زورواکه سوداګراو شرکت لرونکي مالیه ورکولو ته اړ کړو.

صالحي
د مالېې وزارت چارواکي وایي، په منځنیو مالیه ورکونکو کې هغه کسان راځي چې په یوه کال کې یې د سرمایې دوران له دریو ملیونو څخه تر پنځه اویا ملیونه افغانیو پورې وي.

د مالیې وزارت چارواکو داهم وویل، چې په افغانستان کې مالیه ورکول یو نوی سیستم دی او د مالیه ورکونکو شمیره هم کمه ده.

خود عمومي عوایدو سرپرست وایي، په نوي کال کې به هڅه وکړي چې سرغړونکي او زورواکه سوداګراو شرکت لرونکي مالیه ورکولو ته اړ کړي.

ځینې مالیه ورکونکي هم د دغې ادارې له پرانستلو څخه خوشاله دي او وایي، چې د تیر په پرتله به د دوې ستونزې راکمې شي.

"نوم مې زمری هوتک دی، د مالیې وزارت له اوسني کار نه ډیر خوښ یم، پخوا به چې کله موږ دلته راغلو ډېر به سرګردانه کیدلو نو اوس انشاالله زموږ ستونزې حل کیږي."

شفافیت

د مالیې وزارت په داسې وخت کې د مالیه ورکونکو لپاره د اسانتیاوو د رامنځ ته کولو هڅې کوي چې ګڼ شمیر کسان په هیواد کې د مالیې ورکونکو د کارونو د نه شفافیت څخه شکایتونه لري.

د عمومي عوایدو چارواکو وایي، د نویو دفترونو د پرانستلو لړۍ به نورو ولایتونو ته هم وغځوي.

راپور: اسدالله لودین - کابل
XS
SM
MD
LG