د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

د طالبانو استازی ملکزی وايي چې له افغان دولت سره مو خبرې پیل شوي


د وسله والو طالبانو استازی عبدالخالق ملکزی
د وسله والو طالبانو استازی عبدالخالق ملکزی
نن په کابل کې د هغو وسله والو طالبانو یوه استازي، چې ځانونه له القاعده او نورو بهرنیو کړیو څخه بیل شوی بولي، وویل چې د افغان دولت سره د دوی خبرې روانې دي.

د دغو وسله والو طالبانو استازی عبدالخالق ملکزی وايي، چې دوی له دولت سره سوله کول غواړي او خبرې یې د ولسمشر کرزي د مرستیالانو په څېر د لوړو چارواکو سره روانې دي.

ښاغلی ملکزی وايي، چې شمېر یې دولس زرو ته رسیږي او شپږ زره نور هم د دوی سره یو ځای کېدونکي دي او له القاعده او نورو کړیو څخه را جلا کیږي.

په کابل کې معصوم میوند له نوموړي سره مرکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG