د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۳

په افغانستان کې پرمختګ د پاکستان راتلونکی ته ډېر اهمیت لري


نړېوالو چاپي رسنیو په افغانستان کې د یو داسې غله په اړه چې د نړېوالو ځواکو ملاتړ ورسره دی او په افغانستان کې پرمتګ پر پاکستان څومره اغیز لري مطالب خپاره کړي، چې جان اقا الکوزي لوستي دي.

امریکا چاپ نشنل ژورنال خپرونې په وروستۍ ګڼې کې په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو د قوماندان جنرال ډېوېډ پټرویس د څرګندونو په اړه یوه مقاله لیکلي او په سرلیک کې یې د هغه دا خبره راخیستې، چې وایي، "په افغانستان کې پرمختګ د پاکستان راتلونکی ته ډېر اهمیت لري."

خپرونه لیکي، امریکایي جګ پوړي قوماندان پټرویس په کابل کې ویلي، په افغانستان کې دوام داره پرمختګ د پاکستان د وضعې د لا خرابیدو مخه نیسي او په اسلام اباد به هم بوج نه اچول کیږي، چې د هغو وسله والو پر ضد دې تهاجمې حملې وکړي، چې غواړي افغانستان او پاکستان دواړه بې ثباته کړي.

نشنل ژورنال زیاتوي، جنرال پټرویس واشنګټن ته د یوې اوونۍ سفر په پای کې خبریالانو ته وویل، پاکستان نه غوښتل چې له افغانستان سره د پولې په اوږدو کې د اسلامي بنسټ پالو پر ضد عملیات وکړي او دا ځکه پاکستاني مشران ډاډمن نه وو، چې امریکایي ځواکونه به د اوږدې مودې لپاره په سېمې کې پاته شي.

پاکستاني مشران اندیښمن دي، چې په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ او یا هم مخکې له وخته وتلو له وجې به د دوی کورنی امنیت هم له ګواښ سره مخامخ شي.

نشنل ژورنال وړاندې لیکي، جنرال پټرویس په دې باور دی، په پاکستان باندې د اغیز مهمه لار دا ده، چې په افغانستان کې پرمختګونه دوام وکړي.

ده دا هم وویل، دا چې په سېمې کې خلک له عمل څخه ځان تیروي علت یې دا دی چې نه پوهیږي د افغانستان وضعه به په کوم لورې لاړه شي.

نشنل ژورنال لیکي، جنرال پټرویس چې د بل هر امریکایي جنرال په پرتله پاکستان ته زیات تګ راتګ کوي، دا یې هم ویلي، د هستوي طاقت لرونکی پاکستان، له کلونو راهیسې وسله والو ډلو ته اجازه ورکړې، چې په دې هېواد کې ازادانه فعالیت وکړي.

د پاکستان پوځ او د ای. اېس. ای استخباراتي سازمان په تېرو څو لسیزو کې مختلفو وسله والوډلو ته وسلې، پیسې او جنګي روزنه ورکړې او پاکستان په دې باور دی، چې همدا اسلامي افراطي ډلې به خپلې حملې هند ته متوجه کړي او په دې وروستیو کلونو کې یې د افغانستان د پولو په اوږدو کې د امریکایي ځواکونو ځپلو ته هم مخامخ کړي دي.

نشنل ژورنال زیاتوي، د پاکستان زیات شمېر افراطي ډلو نن سبا د پاکستان په داخل کې هدفونو باندې حملو ته زور ورکړی او د زیات شمېر امنیتي کارپوهانو په باور، دې ډلو د پاکستان راتلونکی له خطر سره مخامخ کړی ده.

خپرونې په همدې اړه د جنرال پټرویس دا خبره هم راخیستې، چې وایي، د پاکستان دا عمل داسې مثال لري لکه تاسې چې په خپل انګړ کې د زهرجنو مارانو ځالي جوړې کړئ او داسې فکر کوئ، چې په دې مارانو به د ګاونډیو کوچنیان چیچئ. خو ژروې که وروسته، دا ماران به همدا ستاسي کوچنیان وچیچي.

انډپنډنټ:

انګلستان چاپ انډپنډنټ ورځپاڼې په وروستۍ ګڼې کې د یوې بلې مسالې په اړه اوږده مقاله لیکلي او په یوې برخې کې یې لیکي:

د عزیرالله په نامه یو افغان جګړه مار چې د امریکا د خاصو ځواکونو ملاتړ ورسره دی، په تېرو دوو کلونو کې په افغانستان کې په غلا، جنسي تېریو، د ملکې خلکو په قتلونو، د مسجدونو په ورانولو او د بزګرانو د فصلونو په له منځه وړلو تورن دی.

ورځپاڼه لیکي، له دغو سختو تورونو سره سره، قوماندان عزیرالله د امریکا د پوځ معاش او پیسې تر لاسه کوي.

ورځپاڼه لیکي، له دیني عالمانو، قومي مشرانو، کلیوالو، قراردادیانو، لویدیځو او افغان چارواکو سره په مرکو کې ثابته شوې، چې ۳۱ کلن قوماندان عزیزالله پښتانه ملکیان د طالبانو په نامه وژلي دي.

انډپنډنټ وړاندې لیکي، ملګرو ملتونو او ناټو د مسالې په اړه خپلې څېړنې کړې خو د عزیزالله د کړنو په اړه یې شواهد نه دي موندلي.
XS
SM
MD
LG