د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۰ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۰۲

د افغانستان مرکز او ولایتونو ته نوي پوسټي ګوډونه وټاکل شول


دا کوډونه څلور شمېرې لري، چې دوه شمېرې یې د ولایتونو لپاره او دوه نورې یې د ولسوالۍ یا د سیمې پوسته خانې لپاره کارول کیږي.
په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره مرکز او ولایاتو ته پستي کوډونه ټاکل شوي، چې د شمېرې په اساس د لیکونو او پارسلونو د لېږد په برخه کې خلکو ته اسانتیاوې رامنځ ته شي.

د افغانستان د مخابراتو او معلومات تکنالوژۍ وزارت مرستیال وهاب الدین سادات د شنبې په ورځ په یوې خبرې ناسته کې خبریالانو ته وویل، چې له ۱۹۸۲ م کال راهیسې افغانستان د پست نړېوالې اتحادیې غړیتوب لري.

خو په وروستیو لسزیزو کې د جګړو له امله دغه سیسټم ته سمه پاملرنه نه ده شوې.

ښاغلي سادات په دې اړه وویل:

"د دې نوي سیسټم په مرسته به په افغانستان کې د پوسټي خدماتو د چټکتیا په برخه کې بې سارې مرسته ترلاسه شي.

دا کوډونه څلور شمېرې لري، چې دوه شمېرې یې د ولایتونو لپاره او دوه نورې شمېرې یې د ولسوالۍ یا د سیمې پوسته خانې لپاره کارول کیږي.

پارسل

که څوک وغواړي، چې له بهر څخه کوم لیک یا پارسل افغانستان ته راولیږي، نو دوی کولای شي، چې د همدې شمېرې په اساس په پارسل یا لیک د هغې سیمې د پوسته خانې کوډ ولیکي، راساً به هلته ور ورسیږي."

خلک د دغو کوډونو ټاکلو ته خوښ دي خو بیا هم په هېواد کې دننه او له هېواد څخه بهر د پست او پارسل د لېږد لوړې بیې او د پسټ او پاسلونو د ځنډېدو امله شکایت کوي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پست څانګې رييس محمد یاسین رحمتي دا ادعاوې ردوي او وايي، چې په افغانستان کې د پست او پارسولونو د لېږد بیه د نړۍ نورو هېوادونو په پرتله ټیټه ده:

تېر کال د پست او پارسلونو د لېږد له لارې عواید ۹۶ میلېونه افغانۍ وو، چې سږ کال دا عواید ۱۸۰ میلیونو افغانیو ته لوړ شوي.
رحمتي
"شکایتونو منو، خو پستي بیې د اټکل له مخې نه تعیینږي، بلکې د تحلیل او محاسبې له مخې ټاکل کیږي.

د هېوادوالو کلني عواید ته په کتو سره، چې موږ یو لیک یا پارسل له مرکز څخه بل ولایت او یا هم بهر ته لېږو، بیه یې د سیمې او نړۍ دهېودانو په پرتله ټیټه او هېوادوالو پر وس برابر او مناسبه ده."

د ښاغلي رحمتي په وینا تېر کال د پست او پارسلونو د لېږد له لارې عواید ۹۶ میلېونه افغانۍ وو، چې سږ کال دا عواید ۱۸۰ میلیونو افغانیو ته لوړ شوي.

د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت له خوا د دغو اسانتیاو د برابرولو سره سره بیا هم خلک نه ېوازې د پست او پاسل په برخه کې، بلکې په نورو مخابراتي برخو کې له لوړو بیو او د بې کیفیته خدماتو نه سر ټکوي.

دوی وایي، چې په افغانستان کې د نورو هېوادو په پرتله مخابراتي او پستي بیې ډېرې لوړې دي او دغه لوړې بیې د خلکو له وس څخه بهر دي.

راپور: محمد عارف لودین، کابل
XS
SM
MD
LG