د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۳

حامدکرزی هغه ولایتونه اعلانوي چې امنیتي مسوولیت یې افغان ځواکونو ته ورسپارل کیږي


افغان ځواکونو ته به د امنيتي مسووليتونو د سپارلو پروګرام سږنى دوبى پيل شي.
افغان ځواکونو ته به د امنيتي مسووليتونو د سپارلو پروګرام سږنى دوبى پيل شي.

ولسمشر حامد کرزی د نوي کال په پیل کې لومړني هغه ولايتونه اعلانوي، چې امنيتي مسووليت يې له نړيوالو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

ولسمشر کرزى به د نوي کال په پیل کې په خپله يوه مهمه وينا کې د افغانستان د څلورو ولايتونو او درېيو مهمو ښارونو نومونه اعلان کړي، چې امنيتي مسووليت يې افغان ځواکونو ته سپارل کېږي.

د جمهوري رياست سرچينې ټينګار کوي، چې ولسمشر او يوه ځانګړې کاري ډله د مسووليتونو د انتقال د عملي کېدو پر مساله کار کوي.

د ماليې د پخواني وزير ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ يو کميسيون د ولسمشر د وينا د متن پر برابرولو کار کوي، چې ټاکل شوې سبا ته دغه وينا خپره شي.

سږنی دوبی

افغان ځواکونو ته به د امنيتي مسووليتونو د سپارلو پروګرام سږنى دوبى پيل شي او تمه کېږي، تر ٢٠١٤م کاله پورې به دوام وکړي.

د پلان پر اساس، د انتقال د پروسې له پايته رسېدو سره به په افغانستان کې ايساف ځواکونه د ملاتړ کوونکو نقش ولري.

افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليتونو پر سپارلو د ليزبون په غونډه کې موافقه وشوه. لس ورځې مخکې هم په برسلز کې د ناټو د دفاع وزيرانو په خپله غونډه کې ورباندې بيا هوکړه وکړه.

دا مهال ايساف ځواکونه د افغان پوليسو او ملي پوځ د تقويې لپاره هڅه کوي، خو ويل کېږي چې ځينې چارواکي او تحليل کوونکي د امنيتي مسووليتونو د انتقال پر پروسې شک لري.

تحليل کوونکي وايي، په افغان پوليسو او پوځ کې يوه عمده ستونزه د پوځي تجهيزاتو کموالى دى، چې بايد ورته پام وشي.

ولسمشر کرزى په خپله وينا کې يوځل سخت دريځي وسلوال خپل دښمن بولي خو بل ځل د وروڼو خطاب ورته کوي.

صیقل
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت پخوانى مرستيال او يو خپلواک تحليل کوونکى محمود صيقل وايي، افغانستان د پوځ او پوليسو د شمېر په زياتوالي کې پرمختګونه لري. خو د پوځي تجهيزاتو په برخه کې، لا هم اوږده لار په مخکې لري.

دغه افغان تحليل کوونکي ويلي، ولسمشر کرزى په خپله وينا کې يوځل سخت دريځي وسلوال خپل دښمن بولي خو بل ځل د وروڼو خطاب ورته کوي.

ښاغلى صيقل وايي، نړيوال ځواکونه د افغان ځواکونو د شمېر پر زياتېدو ټينګار کوي، خو يو خطر چې شته هغه دا دى چې افغان ځواکونه د مبارزې د دوام لپاره کومه انګېزه نه لري او افغان حکومت نه پوهېږي، چې څه ورسره وکړي.

په کابل کې لوېديځ چارواکي هيله من دي، چې د انتقال د پروسې لومړۍ مرحله به په خوندي او ښه ډول عملي شي.


تر دې وړاندې افغان ولسمشر حامد کرزي، ١٣٩٠لمریز کال د افغانستان لپاره يو ډېر سخت او له مسووليتونو ډک کال بللى و.

په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو له حضور راهيسې تېر مېلادي کال ملکي افغانانو، افغان ځواکونو او بهرنيو پوځيانو ته ډېر خونړى کال بلل شوى و.
XS
SM
MD
LG