د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۵

ایتلافي ځواکونو پر لیبیا حملې پیل کړې


سارکوزي وویل،زموږ الوتکو له وړاندې پر دې ښار د هر ډول هوايي حملې مخه نيولې ده.
سارکوزي وویل،زموږ الوتکو له وړاندې پر دې ښار د هر ډول هوايي حملې مخه نيولې ده.

د فرانسې ولسمشر نيکولاس سارکوزي پرون وويل، د ليبيا په وړاندې پوځي اقدام پيل شوى او د فرانسې جټ الوتکو د شمالي افريقا پر دغه هېواد الوتنې پيل کړې.

د فرانسې ولسمشر نيکولاس سارکوزي په پاريس کې د اروپا، امريکا او عرب ليګ له مشرانو سره د ليبيا پر وړاندې د پوځي اقدام پر لارو چارو خبرې وکړې. نوموړي وويل، نړيواله ټولنه د قذافي د ”خونړي جنون“ د مخنيوي لپاره مداخله کوي.

تر غونډې وروسته ښاغلي سرکوزي وويل، د بن غازي پر خلکو د قذافي د هر ډول بريد مخالفت کوي:

”زموږ هوايي ځواک به د بن غازي پر خلکو د ډګروال قذافي د الوتکو د هر ډول بريد مخالفت وکړي. زموږ الوتکو له وړاندې پر دې ښار د هر ډول هوايي حملې مخه نيولې ده.

د فرانسې نورې الوتکې تيارې دي د هغو ټانکونو په وړاندې مداخله وکړي، چې بې وسلې ملکيان تهديدوي.“

حمله

وروسته تر هغه چې پرون د ليبيا پر ختيځ ښار بن غازي چې د مخالفانو مهم مرکز بلل کېږي، حمله وشوه، په زرګونو خلک ورڅخه په وتلو شول.

د دې ښار پر ټولو ولسواليو د توپچي او توغنديو ډزې شوي. راپورونه څرګندوي، چې پرون وختي پر بن غازي ښار دوې بمبارۍ هم وشوې. يوه الوتکه وليدل شوه چې د استوګنې پر يوه سيمه راولوېده.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هليري کلنټن وويل، هېواد به يې په ليبيا کې په ځمکنيو عملياتو کې برخه وانخلي، خو د ليبيا په وړاندې د نړيوال ایتلاف د اقدام ملاتړ کوي.

د هغې په خبره د نړيوال ایتلاف هدف د ليبيا د ملکيانو مرسته او د ليبيا له حکومت څخه د هغوى ساتنه ده.

په پاريس کې تر غونډې وروسته په ګډ پرېکړه ليک کې ګډونوالو له قذافي څخه غوښتي چې هر ډول پوځي اقدام دې ودروي او په دې هېواد کې دې بشري مرستو ته زمينه برابره کړي.

دا بې عدالتي ده، دا يو څرګند تېرى دى. مديترانې او اروپا ته د خپلو عواقبو له مخې دا يو بې حسابه خطر دى، تاسې حق نه لرئ چې زموږ په کورنيو چارو کې مداخله وکړئ.
د ليبيا د دولت وياند موسى ابراهيم پرون د دې هېواد د مشر معمر القذافي هغه ليک ولوست، چې په کې د کومې مداخلې په صورت کې نړيوالې ټولنې ته خبردارى ورکړل شوى.

په ليک کې ويل شوي، چې ليبيا ستاسو نه بلکې د ليبيايانو دى. د امنيت شورا پرېکړه ليک باطل دى:

”دا بې عدالتي ده، دا يو څرګند تېرى دى. مديترانې او اروپا ته د خپلو عواقبو له مخې دا يو بې حسابه خطر دى، تاسې حق نه لرئ چې زموږ په کورنيو چارو کې مداخله وکړئ، تاسو ته دا حق چا درکړ، چې زموږ په کورنيو چارو کې مداخله وکړئ؟ که چېرې داسې وکړئ، تاسې به افسوس کوئ.“

د قذافي په ليک کې د امريکا د ولسمشر بارک اوباما لپاره نرمه ژبه کارول شوې وه، په ليک کې ويل شوي، چې ليبيا د القاعده د ځواکونو په وړاندې مبارزه کړې ده:

کنټرول

”که چېرې تاسو وليدل، دوى د وسلې په زور د امريکا پر ښارونو کنټرول لري، راته وواياست تاسو به څه کول؟ موږ به هم کولاى شواى ستاسو مثال تعقيب کړو.“

د ليبيا په مساله کې د فرانسې نور متحدان دي، کاناډا، ډنمارک او امريکا. دغو هېوادونو هم د راپورونو پر اساس د ايټاليا په ګډون په سيمه کې خپلې الوتکې موظفې کړي.
XS
SM
MD
LG