د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۳ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۴۹

افغان منجمان راتلونکی یو سوله ییز کال بولي


ښاغلی فکور وايي، راتلونکې کال د سوی یا خرګوش کال دی او سوی سوله خوښوونکی ژوی دی.
که څه هم افغان او بهرني امنیتي سرچینې دا وړاند وینه کوي، چې ممکن په دې کال کې د افغانستان په کچه امنیتي پیښې زیاتې شي، خو شته داسې کسان، چې دا وړاندوینې سمې نه بولي.

افغان منجمان وایي، چې راتلونکې ۱۳۹۰ لمریز کال د سوی یا خرګوش کال دی او له دې کبله، چې دا یوه سوله خوښوونکی ژوی دی، نو دوی هیله مند دي، چې په دې کال کې به افغانان د خپل ژوند په سیاسي او ټولنیز ډګر کې د ښو پیښو شاهدان وي.

د هیواد یو وتلی منجم شیخ علي احمد فکور له ازادي راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل، چې د نوي کال په اړه د دوی علمي څیړنې ښیي، چې دا کال د ورښتونو له پلوه هم بډایه کال دی او د غلو حاصلات به زیات وي.

علمي مطالعات

ښاغلي فکور د راتلونکي کال د امنیتي وضع په اړه شوې وړاند وینې هم تر پوښتنې لاندې راوستلې او ویې ویل، چې د دوی علمي مطالعات ښیي، چې د تیر کال په پرتله راتلونکی کال به افغانانو ته د امنیت له پلوه یو هوسا کال وي.

"د سولې او جوړجاړي امکانات زیات موجود دي، ځکه چې د کال حاکمه ژوه یوه سوله غوښتونکې او سوله خوښوونکې ژوه ده.

په تیر کال، چې زیات جنګونه په کې وشول د پرانګ کال و او په تیر کال کې موږ د پرانګ خصلت تر ډېره احساس کړ، چې زیات جنګونه، ځان وژونکې حملې وشوې او په منځني ختیځ کې یو شمېر حکومتونه نسکور شول.

راتلونکی کال د سیاست د اربابانو له ویناو سره سره زیات بد کال نه دی. هیله مند یو، چې راتلونکی کال به یو ښه کال وي او ښې لاس ته راوړنې ولرو.

فکور
راتلونکی کال د سیاست د اربابانو له ویناو سره سره زیات بد کال نه دی. هیله مند یو، چې راتلونکی کال به یو ښه کال وي او ښې لاس ته راوړنې ولرو او زموږ هېواد د سولې او ورورولۍ مخ وګوري."

شیخ فکور وویل، چې دوی خپلې وړاند وینې د ژورو مطالعاتو له مخې کوي او د دې کار لپاره ځانګړې میتودونه لري، چې ټول یط په علم او منطق ولاړ دي.

افغان منجمانو د نوي کال په اړه دا وړاندوینه په داسې حال کې کړي، چې افغان او ناټو چارواکو راتلونکې کال د امنیت له پلوه ستونزمن بللی او ویلي یې دي، چې ممکن وسله وال مخالفین خپلې حملې زیاتې کړي.

دا، چې په دې برخه کې د چا وړاندوینې موثقې دي والله هو عالم، خو دغو وړاندوینو عام خلک تر یوه حده اندیښمن کړي.

رضا او اراده

هغه د دري ژبې یو شعر دی، چې وایی، تدبیر کند بنده تقدیر زند خنده، یعنې دا هر څه د بندګۍ هڅې دي او هره شیبه یې د بدلون امکان موجود دی، خو دا، چې پاک څښتن رضا او اراده څه ده په دې خپله پاک څښتن پوهیږي.

په نوي کال کې د ممکنه پیښو په اړه دا نظرونه په داسې حال کې څرګندیږي، چې عام خلک په خپل عالم کې د نوي کال لپاره په تیاریو بوخت دي او هڅه کوي، د نوي کال دا شیبې په خوشحالۍ سره ولمانځي.

په افغانستان کې که څه هم د نوي کال د لمانځلو دود په ټولو سیمو کې موجود دی، خو د لمانځلو په اړه یې د خلکو مراسم او دودونه توپیر لري.
XS
SM
MD
LG