د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۶ لړم ۱۳۹۸ کابل ۱۰:۳۹

کورنیو چارو وزارت د نوروز د لمانځلو لپاره کلک امنیتي تدابیر نیولي


د بشري په وینا، یوازې په کابل ښار کې یې ۱۳ زره پولیس په امنیتي دنده ګمارلي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي چې د نوې کال د لومړۍ ورځې د لمانځلو لپاره یې یو لړ جدي امنیتي تدابیر په نظر کې نیولي دی. خو په دې برخه کې یې د هېوادوالو مرسته اړینه وبلله.

په داسې حال کې، چې په افغانستان کې د نوي کال د لمانځلو لپاره د خلکو تیارۍ په وروستیو پړاوونو کې دي، امنیتي چارواکي هم ډاډ ورکوي، چې د نوي کال د جشن لپاره د ټول هیواد په کچه لازم امنیتي تدابیر نیولي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بشري د شنبې په ورځ یوې خبري غونډې ته وویل، چې په کابل سربیره د هیواد په ټولو لویو ښارونو کې چې د نوي کال د لمانځلو لپاره په کې جشنونه جوړیږي منظم امنیتي پلان ترتیب شوي.

ښاغلی بشري زیاتوي، چې د دغه امنیتي پلان پلي کول تر ډیره د افغان ځواکونو په غاړه دی، خو د اړتیا په صورت کې بهرني ځواکونه به هم په کې همکاري وکړي.

مقدسه ځایونه

"په دغه پلان کې د پولیسو اساسي دندې د خلکو د غونډو، مقدسه ځایونو لکه جوماتونو او زیارتونو، پارکونو، باغونو او په هغه ځایونو کې چې جنډې جګیږي څخه ساتنه ده. دا هغه ځایونو دي، چې موږ پولیس یې د امنیت د ساتنې دنده په غاړه لرو."

د کورنیو چارو وزارت په وینا، یوازې په کابل ښار کې یې دیارلس زره پولیس په امنیتي دنده ګمارلي، چې اوس مهال په لومړۍ درجه تیار سۍ حالت کې دي.

د افغانستان د شریفو خلکو څخه زموږ غوښتنه دا ده، چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره په ځانګړې ډول پولیسو سره، چې په هر ګوټ کې به موجود وي مرسته وکړي.
بشري
ښاغلي بشري همداراز وویل، چې د هیواد په لویو ښارونو لکه هرات، مزارشریف، کندهار کې هم چې د نوې کال لومړې ورځ په شانداره مراسمو سره لمانځل کیږي، جدي امنیتي تدابیر نیولي دي.

دی وایي، چې د پلان د پلې کیدو لپاره، یې هم یو کمیسیون جوړ کړی، چې د لمانځ غونډو تر وروستي پړاو پورې د امنیتي پلان د پلتیا څارنه وکړي.

په ورته وخت کې د کورنیو چارو وزارت د عامو خلکو څخه هم وغوښتل، څو د پولیسو سره د مخالفینو د مشکوکو فعالیتونو د لیدو په صورت کې همکاري وکړی.

"د افغانستان د شریفو خلکو څخه زموږ غوښتنه دا ده، چې له خپلو امنیتي ځواکونو سره په ځانګړې ډول پولیسو سره، چې په هر ګوټ کې به موجود وي مرسته وکړي او د هر ډول مشکوکو فعالیتونو، مشکوکو څیزونو او مشکوکو اعمالو څخه پولیسو ته خبر ورکړي."

د کورنیو چارو وزارت زیاتوي چې خلک کولای شي، د امنیتي ګواښ په صورت کې د ۱۱۹ شمیرې سره اړیکه ونیسي.

همغږي

ښاغلی بشري زیاتوي، چې د عامې روغیتا وزارت او د کابل امبولانس سره په همغږي یې د روغتیایي خدمتونو لپاره هم ځانګړې تیاری نیولی دی.

په کابل او نورو ولایتونو کې د امنیتی چارواکو لخوا په داسې حال کې د امنیتي تدابیرو په اړه خبر ورکول کیږي، چې تر دې مخکې په اخترونو او نورو دودیزو مراسمو کې کوم ځانګړی ګواښ نه دی لیدل شوی.

رپورټ: مخفي عزیزي، کابل
XS
SM
MD
LG