د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۳

نړېوال په افغانستان کې د سولې په راوستلو کې څومره څه کولی شي؟


په کابل کې خپریدونکو ورځپاڼو نن خپل زیاتره مطالب په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په وړاندې شتو خنډونو ته ځانګړې کړي دي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې ځینې مسایلو ته په اشارې په دې مسالې بحث کړی، چې ایا وسله وال مخالفین سوله غواړي؟

ورځپاڼې د افغانستان د روانې جګړې سیمه ایزو ابعادو ته کتنه کړې او لیکي، که څه هم د روانې جګړې لپاره اساسي پلمه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو شتون ښودل کیږي، خو د ورځپاڼې په وینا په حقیقت کې د دې جګړې تر شا د ایران او پاکستان ستراتیژیک اهداف تعقبیږي.

ورځپاڼه لیکي، چې د وسله والو مخالفینو مشران په کوم داسې موقف کې نه دي، چې د سیاسي بدلونونو په وړاندې مناسب غبرګون وښیي، بلکې د ورځپاڼې په وینا په یو داسې بد استخباراتي حالت کې دي، چې یوازې د پاکستان د تګلارې د پلې کولو ماموریت په غاړه لري.

خدمتګار لیکي، که څه هم له تیرو څو کلونو راهیسې په هیواد کې د سولې او سیاسي جوړ جاړي لپاره هلې ځلې روانې دي او د سولې عالي شورا هم خپل فعالیتونه پیل کړي، خو د مخالفو مشرانو په دریځ کې کوم بدلون نه دی راغلی او جګړې ته یې لا زور ورکړی.

ورځپاڼې وړاندې د افغان دولت وسله وال مخالفین په څو ډلو ویشلي، چې یوه ډله یې د ایران او پاکستان د ستراتیژیکو اهدافو لپاره کار کوي او له همدې کبله په هیواد کې د سولې او پخلاینې له روان بهیر سره مخالفت څرګندوي.

خدمتګار په یو جلا مطلب کې بیا د سولې په بهیر کې د سعودي عربستان رول ته کتنه کړې او لیکي، که دغه هیواد وغواړي کولی شي، چې د افغان دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د خبرو زمینه برابره کړي.

ورځپاڼې په پاکستان باندې د سعودي نفوذ ته کتنه کړې او لیکي، چې دغه هیواد پاکستان هم دې ته اړ کولی شي، چې په دې برخه کې همکاري وکړي.

اوټ لوک انګلسي ژبې ورځپاڼې هم په افغانستان کې د سولې او پخلاینې په روان بهیر کې د پاکستان په رول بحث کړی او هغه مهم بللی دی.

ورځپاڼه د دولت په وسله والو مخالفینو کې د پاکستان نفوذ ته په پام سره لیکي، که دغه هیواد وغواړي کولی شي، چې په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي او د ولسمشر کرزي د سولې نوښت بریالی کړي.

هیواد دولتي ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د سولې په بهیر کې د ګاونډیو هیوادونو او د سیاسي ګوندونو او ډلو ټپلو په نفوذ او لاس وهنې اندیښنه څرګنده کړې.

ورځپاڼې لیکلي، یوه اساسي بدمرغي دا ده، چې دغه سیاسي ګوندونه او ډلې ټپلې په هره مساله کې په خپلو شخصي ګټو فکر کوي او د سولې هڅو ته هم د خپلو ګټو له لید لورې ګوري.

د ورځپاڼې په وینا دغه ډلې دوی ته د امتیاز په صورت کې ملاتړ کوي او که امتیاز ورنه کړای شي، نو بیا د مخالفت نعرې وهي.

د ورځپاڼې په باور د سیاسي ګوندونو او ګاونډیو هیوادونو له نفوذ څخه د سولې د بهیر د ژغورلو تر ټولو ښه لار دا ده، چې دا بهیر د هیواد له کلیو او بانډو نه پیل شي او هغې ته ولسي رنګ ورکړای شي.

هیواد دا ډاډ څرګند کړی، که چیرې د سولې روانې هلې ځلې د ولس له خوا پر مخ بوتلای شي، نو دا به یوه تلپاتې سوله وي او هیڅ لورې یې نه شي ګواښولی.

کتونکی: حمید مهمند
XS
SM
MD
LG