د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ لړم ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۱۲

ناټو: جرمې دې په افغانستان کې د اواکس الوتکو کارکوونکو شمېر زیات کړي


د اواکس اکتشافي الوتکو اډه د جرمني په لویدیځ کې ده او د شاوخوا اولسو هیوادونو کسان په کې په ګډه کار کوي.
ناټو چارواکو د جمعې په ورځ وویل، جرمني په افغانستان کې د ناټو ماموریت د څار او اکتشاف (آواکس) الوتکو لپاره د نورو کسانو په استولو غور کوي او ناټو غواړي په لیبیا باندې د الوتکو د بندیز لګولو په کار کې خپلې منابع او امکانات زیات کړي.

جرمني د پنجشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو په هغه پریکړه لیک راي ورنه کړه چې د لیبیا په فضا کې د الوتکو په الوتنو بندیز لګوي او په عملي کېدو سره یې ممکن هوایي بریدونه هم وشي.

د جرمني حکومت په افغانستان کې د خپل پوځي ماموریت په څېر آواکس اکتشافي الوتکو ته د نورو کسانو د استولو لپاره د پارلمان پریکړې ته اړتیا لري.

جرمني دا مهال په عملي ډول، په افغانستان کې د هوایي خبریتا او کنټرول یا اواکس ماموریت پر مخ نه وړي.

غوښتنه

د جرمني د بهرنیو چارو وزیر ګیدو ویسترویلي د جمعې په ورځ پارلمان ته وویل، اواکس الوتکو ته د نورو کسانو استول ممکن دی خو ناټو یې باید غوښتنه وکړي.

د جرمني صدراعظمې انګیلا میرکل د جمعې په ورځ وویل، جرمني به د افغانستان د هوایي څار په کار کې د ناټو له ماموریت سره مرسته وکړي تر څو په لیبیا باندې د پوځي عمل په صورت کې د نورو هیوادونو د عسکرو اوږې سپکې شي.
اواکس الوتکې د اوږده واټن رادارونه لري، په لیرې فاصلې کې الوتکې لیدلای شي او په هوا کې د الوتکو د ټکر مخه نیسي.

میرکل به نن شنبې په پاریس کې د اروپایي اتحادیې، ملګرو ملتونو او افریقایي اتحادیي له استازو سره د لیبیا په بحران خبرې وکړې.

ناټو د جنورۍ میاشت کې موافقه کړې وه، چې په افغانستان کې آواکس الوتکي باید فعالې شې.

دا الوتکې د اوږده واټن رادارونه لري، په لیرې فاصلې کې الوتکې لیدلای شي او په هوا کې د الوتکو د ټکر مخه نیسي.

د اواکس اکتشافي الوتکو اډه د جرمني په لویدیځ کې ده او د شاوخوا اولسو هیوادونو کسان په کې په ګډه کار کوي.

د امریکا متحده ایالات، انګلستان او فرانسه هر یو خپلې اکتشافې الوتکې لري.

جرمني پریکړه ګړې، چي په لیبیا باندې نړیوال پوځي عمل کې به برخه نه اخلي.
XS
SM
MD
LG