د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

افغان چارواکي:د کونړ په شيګل کې وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې


نړېوال او افغان حواکونه دعوه کوي، چې د کونړ په شيګل ولسوالۍ کې يي د ګډوعملياتو په ترڅ کې وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، خو طالبان بيا وايي، چې د نړېوالو د ځواکونو په عملياتو کې دوي ته تلفات نه دي رسيدلي او په کې ولسي وګړي وژل شوي دي.

په افغانستان کې نړېوالو ځواکونو په يوه خبر پاڼه کې ويلي، چې افغان ځواکونو سره يي په ګډو عملياتو کې د کونړ ولايت په شيګل ولسوالۍ کې ېې ګڼو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې، په اعلاميه کې د وژل شوو پوره شمېره نه ده ښودل شوې.

خو په ختيځو ولايتونو کې د سيلاب ٢٠١ قول اردو د دوهمې لوا قومندان بريد جنرال محمد افضل ازادۍ راډيو ته وويل، د شيګل ولسوالۍ د لاوحسين په غرنۍ سيمه کې يي د نړېوالو ځواکونو سره مشترک عمليات پيل کړي، چې تر اوسه يي د څلورو وسلوالو طالبانو جسدونه ليدلي او د نورو په اړه معلومات نه لري.

د مخالفينو دوه ټپيان د درملنې لپاره د اسعد اباد روغتون ته را رسول شوي، چې اوس مهال د ملي امنيت د څارنې لاندې دي او دوه تنه نور نړېوالو ځواکونو ځان سره بیولي دي.

هغه وويل، تر دې دمه دوي او نړېوالو ځواکونو ته کوم زيان نه دى اوښتی او د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په باب هم ورته کوم خبر نه دى رارسېدلى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ازادۍ راډيو ته پر تیلفيون وويل، د بهرنيو قواو په عملياتو کې د دوي ملګرو ته زيان نه دى اوښتی او کوم کسان چې د لاوحسين په سيمه کې وژل شوي ولسي وګړي دي.
XS
SM
MD
LG