د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

فقیري:په اکراین کې د ۸ شکنجه شووافغانانو په اړه څیړنې کوو


 د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ظاهر فقیري
د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ظاهر فقیري
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هغو راپورونو په اړه تحقیقات کوي چې وايي، په اکراین کې اته افغان اتباع د دغه هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا په بې رحمانه توګه ټکول شوي دي.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ظاهر فقیري ازادۍ راډیو ته وویل، په دې اړه د تحقیقاتو لپاره په اکراین کې د افغانستان سفارت ته دنده سپارل شوې.

په عین حال کې داسې انتقادونه هم کیږي، چې افغان دولت په بهر کې په دارنګه مواردو کې د خپلو اتباعو له حقونو څخه جدي دفاع نه کوي.

څو میاشتې مخکې د متحده عربي اماراتو د ولیعهد عیسی بن زاید النهیان یوه ویډیو خپره شوه چې، ښيي نوموړي یو افغان په بې رحمانه توګه وهي، نوکان یې باسي او شکنجه کوي یې.

خو د بهرنیو چارو وزیر دا خبره ردوي چې افغان دیپلوماتان په دارنګه مواردو کې له بې غورۍ کار اخلي.

په دې اړه پام وکړئ له ښاغلي فقیري سره د احمد زبیر ژمن مرکې ته،دا مرکه د همدې پاڼې کیڼ اړخ ته د (ږغ) له برخې اوریدلی شئ.
XS
SM
MD
LG