د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

م.م د ليبيا په جګړه کې د نړېوالې پوځي مداخلې لپاره خپله لاره صفا کړه


د ملګرو ملتونو امنيت شورا د ليبيا په جګړه کې د نړېوالې پوځي مداخلې لپاره خپله لاره صفا کړه.

پرون دغې شورا يو پرېکړه ليک په دې هدف تصويب کړ، چې ليبيا د الوتکو په ممنوعه زون کې شامل شي او د دې هېواد واکمن معمر القذافي دا ځواک ونه لري چې پر مخالفو ځواکونو حملې وکړي.

خو د پرېکړه ليک له مخې د ليبيا خاورې ته د بهرنيو عسکرو لېږل رد شوي دي. دغه پرېکړه ليک په لسو مثبتو رايو سره تصويب شو، خو روسيې، چين، برازيل، هند او جرمني ممتنع رايې ورکړې.

ډيپلوماتانو ويلي، دغه پرېکړه ليک به د بريتانيا، فرانسې او امريکا په مشرۍ ائتلاف ته لار اواره کړي چې د قذافي پر ځواکونو هوايي حملې وکړي.

سپينه ماڼۍ وايي، د امريکا ولسمشر بارک اوباما د بريتانيا له صدراعظم ډېوېډ کامرون او د فرانسې له ولسمشر نيکولاس سارکوزي څخه وغوښتل،د دې پرېکړه ليک د ډاډمنې اجرا پر لارو چارو بحث وکړي.

د سپينې ماڼۍ په بيان کې ويل شوي، چې درې واړه رهبرانو موافقه وکړه چې د ليبيا د رژيم مشر بايد د پرېکړه ليک له شرايطو سره سم د ملکيانو په وړاندې تاوتريخوالي بند کړي.

د بريتانيا د بهرنيو چارو وزير ويليم هيګ د دې پرېکړه ليک هرکلۍ وکړ، ويې ويل، هدف دا دى چې د ليبيا د ملکي خلکو د وينې تويېدنې او زيان مخنيوى وشي:

”پرېکړه ليک د چټک اوربند او د تاوتريخوالي د مخنيوي، ليبيا ته د پرديو مزدورانو د راوستلو او د معمر القذافي پر رژيم د بنديزونو د سختېدو غوښتنه کوي.

پرېکړه ليک دا هم غواړي چې ليبيا د الوتکو په ممنوعه زون کې شامل شي. دغه راز د ملکي ليبيايانو او د بنغازي په ګډون د ملکيانو نورې ګڼ مېشتې سيمې خوندي شي، دغه ښار په تېرو ساعتونو او ورځو کې د بريدونو له کبله زيات ګواښل شوى دى.“

د امنيت شورا د دې پرېکړه ليک له تصويب وروسته په بن غازي ښار کې چې د مخالفانو په ولکه کې دى، د خوشحالۍ د ډزو ږغونه اورېدل شوي دي.
XS
SM
MD
LG