د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۳

پاکستاني چارواکو پر شمالي وزیرستان د امریکا برید وغانده


پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال اشفاق پرويز کیاني
پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال اشفاق پرويز کیاني
د پاکستان لوړ رتبه دولتي مقاماتو په شمالي وزیرستان کې پر یوه قومي جرګه د مشکوکو بې پيلوټه امريکايي الوتکو د هغه برید پر وړاندې سخت عکس العمل ښودلی چې ويل کېږي په لسګونو تنه ولسي خلکو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې.

د دغه هېواد د ولسمشر،صدراعظم،د پوځ لوی درستيز او د خيبر پښتونخوا د والي یا ګورنر له دفترونو په خپرو شوېو اعلامیو کې د دې پېښې پر وړاندې سخت عکس العمل ښودلی شوی او دا کار یې له بشري حقوقو څخه یو ښکاره سر غړاوی بللې.

پاکستان د پوځ لوی درستيز جنرال اشفاق پرويز کیاني پر شمالي وزیرستان د بې پيلوټه امريکايي الوتکو د تېرې ورځې د برید پر وړاندې خپل عکس العمل ښودلی او د ملکي خلکو مرګ ژوبله یې غندلې.

په هغه اعلامیه کې چې د پوځ د عامه اړيکو د دفتر یا ISPR له لوري خپره شوې جنرال کیاني د ملکي خلکو پر وژنه خواشيني ښوولې او ويلي یې دي چې دی د ولسي خلکو په ځانګړې توګه د قومي مشرانو پر وژنه سخت خوابدی دی.

جنرال کیاني ویلي، چې د پاکستان پوځ په سیمه کې د خپل ولس نه بلکې د تروريستانو پرضد جنګېږي او زیاته کړې یې ده چې هېواد یې نور دا ډول پېښې نه شي زغملی.

په دې حمله کې چې د پنجشنبې په ورځ د شمالي وزیرستان د دته خیلو په خړتنګي نومي سیمه کې پر یوه کور شوې د وروستیو رپوټونو له مخې د یو شمېر قومي مشرانو په ګډون یوڅلويښت تنه په کې وژل شوي او لس تنه نور ټپيان دي.

هغه مهال دولتي مقاماتو د په نخښه شوېو د هويت په اړه بې خبري ښودلې وه خو ناوخته مهال د خيبر پښتونخوا والي یا ګورنر وويل، چې په دې برید کې وسله وال جنګيالي نه بلکې یوه قومي جرګه په نخښه شوې.

جنرال کیاني دغه ډول عملیات چې ملکي خلک په کې په نخښه کېږي د تروريزم پر ضد د روانې ګډې مبارزې پر وړاندې زیانمونکي بللي او ویلي یې دي چې په دې سره به دوی خپل هدف ته په رسېدو کې له ستونځو سره مخ شي.

د سیمې یوه قومي مشر خان مرجان وزیر بیا د تروريزم پر وړاندې په روانې ستراتيژي انتقاد کړی او ویلي یې دي چې که په دې لړ کې له دقت څخه کار وانخستل شي پایلې به یې ډېرې زیانموونکې وي.

پر جنرال کیاني سربېره د پاکستان ولسمشر،صدراعظم او د خيبر پښتونخوا والي یا ګورنر هم دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې پاکستاني ولس له تروریزم سره په مبارزه کې ډیر ځپل شوی او غوښتنه یې کړې چې په راتلونکي کې باید ورته پېښې تکرار نشي.

دا برید په داسې حال کې شوی، چې څو ورځې وړاندې په سیمه کې د پوځ یوه جنرال له خبريالانو سره په کتنه کې دغه لړۍ بریالۍ بللې وه او ویلي یې ول چې تر ډېره په کې کورني او بهرني وسله وال په نخښه کېږي.

بل خوا ځايي اوسېدونکي وايي، ملکي وګړي نه یوازې د وسلوالو مخالفینو له خوا، بلکې د بې پيلوټه الوتکو له خوا هم په نښه کیږي.

خو متحد ایالات تل دا وايي، چې دوي هڅه کوي، په دې بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان ونه رسیږي.

مجيب الرحمان انګار،پېښور
XS
SM
MD
LG