د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۳۰

په پکتیا کې د رایو د بیا شمیرنې بهیر پای ته ورسید


په پکتیا کې د رایو د بیا شمېرنې د بهیر په بشپړېدو سره چارواکو دا منلې، چې په دې بهیر کې په سلو کې اویا رايي د درغلیو له لارې کارول شوي.

دوي وایي، چې د دومره پراخو درغليو له روښانېدو وروسته ممکن په دغه ولایت کې د انتخاباتو په وروستیو نتایجو کې ستر بدلون رامنځ ته شي.

په پكتيا كې د رايو د بيا شمېرنې د بهیر مسوول قضاوت پوه عبدالجليل مولوي زاده ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دې درغليو كې داسې موارد شامل دي، چې د متعرضو كانديدانو رايې برياليو كانديدانو ته حساب شوې او د محلونو نتايج د كميسيون په انټرنېټ پاڼه كې كم او زيات شوي دي.

مولوي زاده په راى شمېرنه كې د درغليو په تړاو د انتخاباتو خپلواك او د شكايتونو د اورېدو كميسيونونه ګرم وبلل خو زياته يې كړه چې د دوى يوازې دا مسووليت و چې په دې بهیر كې تور او سپين معلوم كړي.

همدا ډول د معترضو كانديدانو ناظرانو چې د راى شمېرنې د پروسې له شفافيت څخه خوښ و، هيله مندي وښوده چې په پايله كې به د اوسنيو برياليو كانديدانو څوكۍ معترضو كانديدانو ته پاتې شي.

دوى وايي د بيا شمېرنې په لړ كې ورته روښآنه شوه چې د ډېرو متعرضو كانديدانو رايې برياليو كانديدانو ته حساب شوې او همدا ډول د راي اچونې د محلونو پايلې هم د ټاكنو د خپلواك كميسيون لخوا كم او زيات شوي دي.

ياده دې وي چې په تر سره شويو ټاكنو كې د درغليو د معلومولو په موخه د جوړې شوې ځانګړې محكمې لخوا د هېواد په دېرشو ولايتونو كې د بيا شمېرنې چارې پيل شوې چې په ډېرو ولايتونو كې دغه پروسه سرته رسېدلې.
XS
SM
MD
LG