د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۳

د سولې رضاکاران وايي، چې ښکیلې خواوې دې ملکيان نه په نښه کوي


د سولې د رضا کارانو د ډلې یو شمېرغړي په جګړه کې له ښکېلو خواوو غواړي، چې له دې وروسته دې په خپلو جګړو کې ملکي وګړي نه په نښه کوي.

د سولې د رضاکارانو د ډلې یو شمېر غړو د پنجشنبې په ورځ د لاریون په ترځ کې ویل، چې افغانان نور له جګړې او په وېره کې له ژوند کولو ستړي شوي دي او د سولې غوښتونکي دي.

دغو لاریون کوونکو په راتلونکي کال کې د جګړې د مخنیوي لپاره په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان د دفتر مخې ته یو پرېکړه لیک هم صادر کړ.

دغه پرېکړه لیک، چې د زهرا مبتکر له خوا ولوستل شو، په یوه برخه کې يي راغلي:

(د سولې رضا کاران د ۱۳۹۰ میلادي کال له پېلېدو سره په نوي کال کې د جګړي او بحران څخه د مخنیوي لپاره د سولې دری ورځینی کمپاین په کابل کې جوړ کړی.

د سولې د رضا کارانو ډله په جګړه کې له ټولو ښکېلو خواوو غواړي، چې له دې وروسته دې د خلکو له کورونو څخه د سپر په توګه ورڅخه کار وانخلي.)

د پرېکړه لیک په یوه برخه کې له ملي او نړېوالو مسوولو ادارو څخه په هېواد کې د قومي، سیمه ايز ژبني، سمتي مذهبي ، سیاسي مسایلو څخه د مخنیوي غوښتنه هم شوې ده.

د سولې د رضا کارانو دلې په دې ترڅ کې یو درې ورځنې کمپاین هم پرانیستې، خو دا یی نه دي ویلي، چې په دې کمپاین کې کوم پروګرامونه شامل دي.

دغو لاریون کوونکو له نړېوالې ټولنې څخه په اقتصادي برخه کې د پاملرنې غوښتنه هم وکړه، ځکه د دوي په وینا بې وزلي په خپله د جګړې یو لامل کېدای شي.

د پرېکړه لیک په بله برخه کې راغلي:

( بې کاري په هر هېواد کې ، چې وي ، خطرناکه ناروغي ده. د دولت د وسلوالو مخالفینو ډېرې برخې يي د بې کاری له امله وسله پورته کړې، نو د کاري زمینې برابرول کېدی شي، د دایمي سولې د رسېدو یوه لار وي.

افغان حکومت او نړېوال همکاران د کار د زمینې د برابرولو په برخه کې مکلفیت لري، چې پروګرامونه ورته جوړ کړي.)

په افغانستان کې د روانې جګړې له ښکېلو خواوو څخه د جګړې د مخینوي غوښتنه په داسې حال کې کیږي، چې افغان حکومت او نړېوالو ځواکونو راتلونکی کال د افغانستان لپاره خطرناکه بللی و.

خو په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره د افغانستان د سولې عالي شورا خپل فعالیتونه چټک کړي دي.

بل خوا ملګرو ملتونو هم ویلي، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت له بهیر څخه هرکلۍ کوي او په دې برخه کې د هر ډول اسانتیاو د برابرولو لپاره تیار دي.

خبریاله ماریا صدیقي،کابل
XS
SM
MD
LG