د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

د امریکا د بودیجې له کمېدو سره به د افغانستان ماموریت وځپل شي


په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو یوه چارواکي د امریکا د کانګرس غړېو ته خبرداری ورکړ، چې په افغانستان کې ترلاسه شوې بریاوې له لاسه تلای شي.

دغه چارواکي د کانګرس د غړېو یو شمېر وړاندیزونه چې د بودیجې د کمېدو په اړه شوې دي په کلکه رد کړل.

په افغانستان کې یوه جګ پوړي امریکایي پوځي چارواکي کانګرس ته خبرداری ورکړ، که چیرته په ملکي برخه کې بودیجه لږ کړي په پوځي برخه کې به د ولسمشر اوباما هغه غوښتنې ترسره نه شي چې هیله یې کوي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډیویډ پیټرویس د استازېو جرګې پوځي کمېټې ته پرون وویل، دې ته اندیښمن دی که چیرته د بهرنیو چارو د وزارت او د امریکا د مرستو د ادارې یا یو ایس ایډ او یو شمېر نورو پروګرامونو بودیجه کمه شي. پیټرویس زیاته کړه چې له دې سره به په پوځي برخه کې ترلاسه کړې بریاوې اغېزمنې شي.

جمهوري غوښتونکي چې د استازیو په جرګه کې برلاسه دي د دوه زره یولسم کال لپاره د بهرنیو چارو د وزارت او یو ایس ایډ د بودیجې د تقریبا دوه اعشاریه دوه میلیارډه ډالرو د لږیدو ملاتړ کوي.

د کانګرس د یوه غړي په وینا رویټرز اژانس څرګندوي چې د دې پیسو ډیره برخه په ملکي چارو کې په عراق، افغانستان او پاکستان کې مصرفیږي.

بل لور ته دیموکراتان چې د مشرانو په جرګه کې برلاسه دي د بودیجې له دې کمیدو سره مخالفت کوي. اما دغه دوه ګوندونه باید د روان مالي کال د بودیجې په برخه کې توافق وکړي. دا مالي کال په سپتمبر کې پای ته رسیږي.

جنرال پیټرویس وویل، که چیرته په ملکي برخه کې موږ کافي مرسته ونه شو کړای نو په افغانستان کې به مو ټول ماموریت له ګواښ سره مخامخ شي.

جنرال پیټرویس څرګنده کړه، چې په افغاسنتان کې پرمختګونه لاهم په ماتیدونکي حالت کې دي:

« د ایساف د تشخیص له مخې، هغه پرمختګ چې له دوه زره پنځم کال راهیسې د طالبانو نصیب شوی و اوس د افغانستان په ډیرو برخو کې دریدلی دی او په یو شمېر مهمو سیمو کې په شاتمبول شوی دی.

که څه هم په امنیتي برخه کې مو تیرکال مهمې لاس ته راوړنې لرلې خو بیا هم دا بریاوې په داسې حال کې دي چې ماتیدونکې او له لاسه تلونکې یې ګڼلای شو.»

پیټرویس همدا راز هغه وړاندیز وغانده، چې د افغان ځواکونو د روزنې بودیجه دې تر څلوریشت فیصده پورې کمه شي. ده وویل چې له دې سره به د افغان پوځیانو او پولیسو د روزنې بهیر زیانمن شي.

په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو قوماندان بیا وویل، که چیرته د افغان ځواکونو د روزنې بودیجه کمه شي دا به ګرانه شي چې افغان ځواکونو ته د افغانستان امنیتي چارې وسپارل شي.

بل لورته جنرال پیټرویس وویل، چې له پروګرام سره سم به په اوړي کې د امریکایي پوځیانو شمېر چې په هغو کې هم محارب دي او هم غیرمحارب په افغانستان کې لږ شي.

نوموړي په دې برخه کې نور توضیحات ور نه کړل، چې کوم محارب پوځیان به د افغانستان له کومې برخې ووځي.

جنرال پیټرویس د استازیو جرګې د پوځي کمېټې د غړېو دې پوښتنې ته چې ولې امریکا د افغانستان ماموریت ته دوام ورکوي وویل، یو ځل مو پخوا افغانسان ته شا کړه او دا ستره تیروتنه وه، بل ځل باید تکرار نه شي.
XS
SM
MD
LG