د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۳

ولې د څرخي پله په زندان کې د بندیانو دوسیې نه څېړل کیږي؟


ځيني زندانیان وايي، چې اته کاله کیږي په بندکې پراته دي خو دوسیه یې نه ده څېړل شوې.
ځيني زندانیان وايي، چې اته کاله کیږي په بندکې پراته دي خو دوسیه یې نه ده څېړل شوې.

په افغانستان کي بندیان شکایت کوي، چې دوسیې یې پر وخت نه څېړل کیږي، خواړه یې سم نه دي او له نورو ډیرو ستونزو سره مخ دي، له کلونو راهیسي په بند کي پراته دي او محاکمه یې نه کیږي.

د څرخي پله په زندان کي د محکومو بندیانو ترڅنګ یو شمېر داسې کسان هم ساتل کیږي، چې دوسیې یې لا په محاکمو کې نه دي بشپړې شوې.

خو تراوسه پورې دا نده څرګنده، چې په دې زندان کې په څومره شمېر کې داسې کسان ساتل کیږي، چې لا هم تورن دي او د محکمو له خوا پرې کوم حکم نه دې صادر شوی.

له څرخي پله زندان څخه یو شمیر بندیانو په پرله پسې ډول له ازادي راډیو سره په ټلیفوني اړیکه کې دا شکایت کاوه، چې له ډیرو کلونو راهیسې په بند کې پراته دي، خو تراوسه پورې یې محاکمه نه ده بشپړه شوې.

واده

"۱- موږ دلته په پل چرخي زندان کې بندیان یو، له شپږو، اوو او اتو کالو څخه دلته پراته یو، نه مو محکمه کیږي او نه بل. د خدای لپاره تاسو دلته راشي او له نږدې مو ووینئ، شپږ اوه کاله کیږي، چې خپل اولاد مو لا نه دی لیدلی، داسې خلک شته چې له خپلې مېرمنې خبر نه دي، چې مړه دي که ژوندي او که بل چا ځان ته واده کړې ده.

۲- پنځه شپږ کاله کیږي چې دلته بندیان یو، دوسیې مو نه څېړل کیږي، که قاضي ته رشوت ورکړو، خوشې کوي مو که نه نو دوسیې مو هم نه څېړل کیږي."

د افغانستان د بشر د حقوقو سازمان که څه هم د زندانیانو ټولې خبرې سمې نه بولي، خو د دوی د دوسیو په څیړلو کې ځنډ یوه ستونزه بولي.
له بده مرغه دولت یوازې زموږ خبره اوري او هغه غوښتنه چې ترې کوو په هغې عمل او اجراات نه کوي.

لعل

د دې سازمان مشر لعل ګل لعل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې دوی په وار وار خپل غږ پورته کړی خو چا ورباندې غوږ نه دی ګرولی.

"تر کوم ځایه چې دوی وايي، چې د دوی دوسیې نه څېړل کیږي، دا یو حقیقت دی. موده وړاندې د عدلیې وزارت هم پر قضايي ارګانونه سختې نیوکې وکړې، چې د زندانونو له ټولو ستونزه دا ده، چې دوسیې په وخت نه څېړل کیږي.

موږ ته او افغان ولس ته دا سوال پیدا شوی، چې ولې د دوسیې په څېړلو غور نه کیږي؟ له بده مرغه دولت یوازې زموږ خبره اوري او هغه غوښتنه چې ترې کوو په هغې عمل او اجراات نه کوي."

د نوموړي په خبره چې له کلونو راهسې د افغانستان په زندانونو کې د ستونزو د موجودیت په اړه بیلا بیلو ادارو اندېښنې څرګندي کړي، خو په اړوندو ادارو کې د فساد له خاطره لا هم ډیرې ستونزې پر ځای پاتې دي.

سپارښتنه

د افغانستان د عدلیې وزارت هم د زندانیانو د دوسیو په څیړه کې ځنډ مني، خو لامل یې په هیواد کې د زندانیانو د شمېر ډیرېدل بولي، دوی د زندانونو چارواکو ته سپارښتنه کوي، چې د زندانیانو د دوسیو د وخت په اړه باید څارنوالۍ او محکمو ته خبر ورکړي.

د عدلیې وزارت مرستیال محمد قاسم هاشمزي وویل، چې دوی خپله اندېښنه لوی څارنوالۍ ته ویلې ده، چې په مرکز او ولایتونو کې د زندانیانو دوسیې پر وخت نه څېړل کیږي.

"په مرکز او ولایتونو کې دوسیې په وخت نه څېړل کیږي او لوی څارنوال ته هم دا ویلي، چې پّ خپل وخت دوسیې نه څېړل کیږي او وخت چې بیا تېر شي بیا قانوني نه وي. دا د مدافع وکیل دنده هم ده، چې په خپل وخت دوسیه تعقیب کړي، چې بندي په بندی خانه بې ځایه بند نه وي."
ځینې اداري ستونزه موږ منو چې شاید د دوسیو د ډېرښت له امله وي او په زندان کې متهمین له قانون نه خبر نه دي، چې د دوی د دوسیې څېړل به څومره وخت واخلي.

ایمان

ښاغلي هاشمزي همدارنګه د زندانیانو د مدافع وکیلانو څخه وغوښتل، چې د خپلو موکلینو ستونزې تر اړوندو ادارو پورې پر وخت ورسوي.

د افغان زندانیانو د دوسیو د څېړلو د ځنډ علت مو د افغانستان د لوی څارنوالۍ څخه هم وپوښتی، لویه څارنوالۍ هم د دوسیو ځنډ مني او وايي، چې دوسیې ډیرې دي او عدم قناعت او د دوسیو اداري ستونزي د ځنډ لاملونه دي.

د لوی څارنوالۍ ویاند امان الله ایمان وايي:

"په دې ځای کې ځینې ستونزه شته چې له هغې نه موږ سترګې نه شو پټلولای خو د زندانیانو هره دعوا هم پر ځای نه ده. ځینې اداري ستونزه موږ منو چې شاید د دوسیو د ډېرښت له امله وي او په زندان کې متهمین له قانون نه خبر نه دي، چې د دوی د دوسیې څېړل به څومره وخت واخلي. "

نشه يي توک

د حقوقي مسایلو ترڅنګ په افغانستان کې په زندانونو کې ناسم خواړه، د نشه يي توکو کارول، اداري فساد، ناسم ځای او ځنې نورې داسې ستونزې دي، چې په اړه یې زندانیان شکایت کوي او د بشري حقونو ادارې اندېښنې لري.

د څرخي پله زندانیان وايي، چې خواړه یې هېڅ د خوراک وړ نه دي، نشه يي توکي زندان ته د ساتوونکو له خوا ور وړل کیږي.

"۱- ځای مو سم نه دی، ډوډۍ مو اصلا د خوراک نه ده او بله دا چې ځینې یې د طالب په نامه راوستلي یو، طالبان یې ټول پرېښي دي. دا ټول خرڅ شوي خلک دي، تریاک ورته ورکوي، پوډر ورباندې خرڅوي او هفته په هفته له خپلو ماشومانو سره ویني.

۲
مرکرزي توقیف خانه دومره ظرفیت نه لري، که چېرې موږ نړیوال سټنډر ته وګورو په دې ځای کې باید ۱۵۰ تنه وساتل شي، خو اوس هلته ۶۰۰ تنه ساتل کیږي.

احمدي
- ډوډۍ مو د خوراک نه ده او پوډر او داسې نور مواد په ښکار دلته خرڅیږي."

خو د افغانستان د زندانونو چارواکي بیا دا خبرې نه مني او وايي، چې په زندانونو کې ډېر اصلاحات راغلي.

د زندانونو مرستیال جنرال محمد عارف احمدي وايي، چې اوس د زندانیانو حقونه تر پښو نه لاندې کیږي.

"په ټول افغانستان کې محبسونه اصلاح شوي دي، مشکلات نه شته، بررسي ډېره دقیقه ده، د دوی اعاشه ډېره دقیقه اجرا کیږي، حقوق یې نه تر پښو لاندې کږي.

موږ په دقیق تلاشي کوو، کې چېرې کوم صاحب منصب کوښښ وکړي په زندانیانو باندې نشه يي مواد خرڅ کړي هغه څارنوالۍ ته تسلیږي."

د بشري حقونو د سازمان مشر ښاغلي لعل بیا وايي، چې د زندانیانو د خوړو په اړه او په زندانونو کې د نشه يي توکو په اړه د دوی اندېښنه اوس هم پر خپل ځای پاتې ده.

خو دا چې ولې د څرخي پله په زندان کې یو شمېر داسې کسان هم ساتل کیږي، چې تر اوسه یې دوسیې فیصله شوي نه دي یو ځل بیا ښاغلی احمدي:

"مرکرزي توقیف خانه دومره ظرفیت نه لري، که چېرې موږ نړیوال سټنډر ته وګورو په دې ځای کې باید ۱۵۰ تنه وساتل شي، خو اوس هلته ۶۰۰ تنه ساتل کیږي.

دا چې کسان زیاتیږي نو موږ مجبور یو چې هغوی مرکزي محبس ته انتقال کړو. "

اعتصابونه

له دې ټولو خبرو سره، تر دې پخوا هم د افغانستان په بیلا بیلو زندانونو کې زندانیانو د دوسیو د نه څېړلو، ناسمو خوړو، ناوړه چلند، ناسم ځای، په زندانونو کې د نشه يي توکو کارول او نورو ډېرو ستونزو له امله اعتصابونه کړي، د ځان وژلو هڅې یې کړي او ډیرې نوري لويي ستونزي یې رامنځته کړي.

په افغانستان کي د بشري حقونو چارواکي، په زندانونو کې د بیلا بیلو مسالو ادارو څخه غواړي، چې د زندانیانو ټولو ستونزو ته جدي پام وکړي.

راپور: معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG