د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

په پاکستان کې د افغانانو د کډوالۍ کارتونو د تمدید بهیر بشپړ شو


د میرمن دنیا سلم خان په وینا په دې موده کې د څه د پاسه شپاړسو لکوافغانانو کارتونه نوي شوي
د میرمن دنیا سلم خان په وینا په دې موده کې د څه د پاسه شپاړسو لکوافغانانو کارتونه نوي شوي
په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې يا UNHCR یوې ویاندې ویلي، چې په پاکستان کې د مېشتو هغو افغانانو چې د مهاجرت کارتونو نیټه، چې له دغې ادارې سره ثبت دي د تیر میلادي کال په وروستۍ ورځ پای ته رسیدلې وه.

میرمن دنیا اسلم خان له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل، چې د مهاجرت د کارتونو د نوې کولو دې بهیر د سې شنبې په ورځ پای ته ورسید.

د میرمن دنیا سلم خان په وینا په دې موده کې د څه د پاسه شپاړسو لکوافغانانو کارتونه نوي شوي چې په وینا یې دوه لکه او نوي زره یې نوي زېږېدلي او یا هغه ماشومان دي چې په تېره دوره کې یې عمرونه تر پېنځه کلنۍ ټيټ ول او یوشمېر نور یې نوي راجستر شوي:

"یوشمېر داسې کورنۍ وې، چې په تېره دوره کې یې یوه يا څو غړیو کارتونه نه ول اخیستي، دغو خلکو ته هم تر قانوني پروسې وروسته کارتونه ورکړل شول."

امکان

دنیا وايي تېره میاشت د اصلي نېټې په پوره کېدو لاهم ځینې کډوالو خپل کارتونه نه ول نوي کړي، ځکه نو دغه نېټه د مارچ تر پېنځلسمې پورې وغځول شوه. خو زیاتوي چې دا وروستی ځل و او په راتلونکي کې یې د بیا تمدیدولو هېڅ امکان نه ليدل کېږي.

په پاکستان کې د مېشتو کډوالو افغانانو لپاره د کډوالۍ د کارتونو نوي کول، د تېر کال د سپتمبر پر ۲۳مه نېټه پيل شوي ول.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې يا UNHCR او د پاکستان دولت په ۲۰۰۷ کال کې دوه ملیونه او څلور لکه افغانانو ته د مهاجرت درې کلن کارتونه ورکړل.

تمدید

وروسته تر هغې چې د ۲۰۰۹ میلادي کال په دسمبر میاشت کې ددغو کارتونو د اعتبار موده پای ته ورسېده،پاکستان،افغانستان اوملګرو ملتونو د ۲۰۱۲ کال تر پایه دهغو د تمدید پرېکړه وکړه.

د دغو کارتونو لرلو او راجستر کېدو سره، افغان کډوالو ته په پاکستان کې د ۲۰۱۲ کال تر پایه د پاتې کېدو اجازه ورکول کېږي.

مجيب الرحمان انګار، پېښور
XS
SM
MD
LG