د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۳

په ۱۳۹۰ لمریز کال کې به په پکتیا کې د بیارغونې 14 پروژې پلې شي


په دغو پروژو کې، چې د ولایتي بیارغونې ډلې په مالي او تخنیکي همکارۍ پلې کیږي، د راډیو ټلویزیون د کمپلکس ودانۍ، درې قضایی مرکزونه، څلور لوبغالي او ځینې نورې مهمې ټولګټې پروژې شاملې دي.

د پکتیا د والي ویاند روح الله سمون، چې د ولایتي بیارغونې ډلې له مشر جنرال مګي سره یو ځآی یوې خبري غونډې ته وینا کوله وویل، چې پدې پروژو به سلګونه میلیونه افغانۍ ولګولې شي.

په ورته وخت کې د ولایتي بیا رغونې د ډلې مشر جنرال مګي وویل، چې دا پروژې به د افغان حکومت او ددوی لخوا په ګډه و څارلې شي،نوموړي وويل:

(د دې لپاره چې د رغنيزو پروژو د كيفيت ستونځه هواره شي، غواړو چې په راتلونكي كې له افغان دولت سره يو ځاى له نږدې نه د پروژو د څارنه وكړو، او همدا ډول به د دغې پروسې په لړ كې د محلي شوراګانو له غړو هم مرسته وغواړي د پروژو څارنه وكړي او د دوي په حضور كې به له هغو قرارداديانو پيسې ترې وګرځوي چې د كار كيفيت يې خراب وي.)

نوموړي دا هم زياته كړه، د راتلونكي كال په ترڅ كې به د ګردېز – غزني او ګردېز –خوست تر منځ د غځېدلېو لويو لارو د جوړېدو چارې بيا تنظيم او ګړندۍ شي.

په ورته وخت کې د پکتیا د ولایتي شورا مشر او ځینو نورو مخورو بیا پدې ټینګار وکړ، چې د بیارغونې دا پروژې دې په سمه توګه پلې شي، څو خلک وکولای شي له هغې ګټه پورته کړي.

د يادولو وړ ده چې په دې وروستيو كې د بهرنيو مرستندويانو لخوا د پكتيا په ډېرو برخو د بيا رغونې زيات شمېر پروژې عملي شوې، خو د سيمې اوسېدونكي يې له ټيټ كيفيت څخه شكايت كوي.
XS
SM
MD
LG