د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۵

ننګرهار: افغاني ځواکونو پر پاکستاني ځواکونو ځوابي ډزې کړي


د ننګرهار ولايت سرحدي پوليس وايي چې د ګوشتې په ولسوالۍ کې يې د لومړي ځل لپاره د پاکستاني پوځيانو راکټي بريد ته وسله وال ځواب ورکړى دى.

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو وياند ادريس مومند خبريالانو ته وويل: تېره شپه شپږ نيمې بجې د پاکستاني پوځيانو لخوا د افغان سرحدي پوليسو د څلورم کنډ پر پوستو دزې پيل شوې.

د مومند په وينا کله چې د اتو بجو په شاوخوا کې ددوى يوتن پوليس ټپي شو، نو په غبرګون کې تر يوې بجې افغان سرحدي پوليسو له خپلو وسلو کار واخېست.

نوموړي د ځوابي بريد په پايله کې مقابل لوري ته د تلفاتو اوښتو په اړه ناخبري وښوده.

مومند وايي: هغه پوستې چې د پاکستان د پوځيانو ترګواښ لاندې دي امکان شته پر وړاندې يې د مشترکو ارګانونو په مرسته چانيز عمليات پيل شي تر څو راتلونکي کې د دارنګ بريدونو مخنيوى وشي.

د ننګرهار په ګوشتې ولسوالۍ کې د تېرو دومياشتو راهيسې ورته بريدونو تر زرو زياتې افغان کورنۍ سيمې پرېښودو ته اړوېستي ، چې دامهال په ډېرو سختو شېبو کې خپلې شپې ورځې تېروي.

داود وفا،ننګرهار
XS
SM
MD
LG