د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۲۳

د مس عینک د کان د کشف شوېو اثارو نندارتون پرانیستل شو


د ملي میوزیوم په دغه نندارتون کې د بودایانو او له هغې وروسته د بېلابېلو دورو په لسګونو هغه اثار ایښودل شوي چې د لوګر د عینکو مس د کان په سیمه کې په تیرو شاوخوا دوو کلونو کې د نوېو سپړنو په نتیجه کې ترلاسه شوي دي.

په دغو اثارو کې خټینې، ډبرینې او د لرګیو بودايي مجسمې، لوښي، سکې او ځینې نور اثار شامل دي چې د میلاد په لومړنیو دورو پورې اړه لري.

د دې نندارتون د پرانیستلو په مهال د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر سید مخدوم رهین وویل، چې په سیمه کې سپړنې لا هم دوام لري او ټاکل شوې چې د دغو اثارو یو میوزیم په لوګر کې هم جوړ شي:

(اوس موږ ډیر محدود اثار لرو او په راتلونکې کې هم یو څه اثار نور هم راځي او نورو ته به په لوګر کې ځای برابر کړو.)

د لرغون پوهانو په باور د لوګر د عینکو مس د کان سیمه له پخوا نه یوه لرغونې او د تاریخي اثارو لرونکې سیمه پیژندل شوې وه، خو د دې کان د ویستلو لپاره د یوې چینایۍ کمپنۍ له خوا د کار له پیلېدو سره سم په دې سیمې کې د ځمکې له لاندې نه دغه اثار هم رابرسیره شول.

دوي وايي، په سیمه کې معبدونه، کورونه، برجونه، مجمسې او بېلابېل نور لرغوني اثار د رابرسیره کېدو په حال کې دي.

په عین حال کې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، چې د ملي موزیوم لپاره په کابل کې اوسنۍ ودانۍ نوره کفایت نه کوي او په پام کې لري چې تر څنګ یې په اتو جریبه ځمکه کې یوه نوې ودانۍ جوړه شي.

د سې شنبې په ورځ د کابل په دارالامان سیمه کې له ملي موزیوم څخه د لیدنې په مهال د امریکا سفیر د نوې ودانۍ په جوړولو کې د پنځو میلیونو ډالرو مرسته هم اعلان کړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ له وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې د امریکا سفیر کارل ایکن بیري د دې مرستې د اعلانولو په وخت وویل:

(په افغانستان کې د امریکا د سفیر په توګه خوښ یم، چې دلته د افغانستان د ملي موزیوم د پراختیا لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د خلکو په استازیتوب کې د پنځو میلیونو ډالرو وړه مرسته اعلانوم.

همدا راز غواړم، چې یادونه وکړم، چې د افغانستان او امریکا د موزیومونو په ګډ پروګرام، چې د دریو کلونو لپاره دی، هم کار روان دی. )

په افغانستان کې تیرو جګړو د ملي موزیوم په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې لرغوني اثار زیانمن کړي او ځينې یې بیخي له منځه وړي دي، خو په دې وروستیو کې چارواکو وویل، چې ځینې زیانمن شوي اثار یې بیرته ترمیم او یو شمېر ورک شوي اثار یې موندلي دي او دا هلې ځلې دوام لري.
XS
SM
MD
LG