د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

ایا ولسمشر کرزی به ځانګړې محکمه لغوه کړي؟


د ځانګړې محکمې د فعالیتونو په سر روان بحثونه او د دې ستونزې د هواري لپاره موجوده امکانات نن بیا هم د کابل چاپ ورځپاڼو د بحث اساسي برخه جوړوي.

افغان جرګې نا دولتي ورځپاڼې په دې موضوع بحث کړی، چې دا ستونزه په څه ډول هواریدلی شي.

ورځپاڼې وړاندې ځینې سپارښتنې کړي، چې د ورځپاڼې په وینا ولسمشر یې د پورته شوې لانجې د هواري لپاره کارولی شي.

خو د ورځپاڼې په وینا په دې برخه کې هر اقدام له ستونزو سره مل دی او هغه په دې معنی، که ولسمشر ځانګړې محکمه لغوه کړي، نو دا به په قضایه قوې ستر ګزار وي.

ورځپاڼه لیکي، که ځانګړې محکمې ته وخت ورکړای شي، چې خپل کارونه بشپړ کړي، نو په دې ترتیب به یو زیات شمېر وکیلان له شورا وویستلې شي او دا شورا به هم د قضایه قوی په برخلیک اخته شي.

ورځپاڼې وړاندې یوه دریمه لاره هم وړاندې کړې او هغه دا، چې ځانګړې محکمه د ولسمشر په حکم یو شمېر معترضه کاندیدانو ته په جرګه کې د ناستې زمینه برابره کړي او دا به بیا هم جرګه کمزورې کړي.

ورځپاڼې د ستونزې د هواري څلورمه لار دا وړاندې کړې، چې د ځانګړې محکمې په حکم دې شورا لغوه اعلان شي او بیا دې انتخابات وشي، خو دا یې هم له ستونزو ډکه بللې.

ورځپاڼه سپارښتنه کوي، چې افغان مشران باید په هیواد کې ټولو شتو ستونزو ته په پام سره د حل یوه مناسبه لار انتخاب کړي.

خدمتګار نا دولتي ورځپاڼې بیا د ځانګړې محکمې د فعالیت په اړه د ولسي جرګې د غړو په دریځ بحث کړی او په غټو ټکو سره یې لیکلي، چې وکیلان خپل زړونه د کرزي په وزیرانو سړوي.

ورځپاڼې وړاندې وکیلان په دوو ډلو ویشلې او لیکلي، چې یوه ډله وکیلان له دې ویرې، چې د ځانګړې محکمې له خوا د درغلګرو وکیلانو په لسټ کې رانه شي له حکومت سره ډغرې وهلو ته زړه نه ښه کوي.

د ورځپاڼې په وینا دویمه ډله هغه وکیلان دي، چې د تغیر او امید له ډلې سره تړلې دي او غواړي د ځآنګړې محکمې له مسالې نه ګټه پورته کړي او نوې ورپیژندونکي وزیران هم د تیرو هغو په برخلیک اخته کړي.

خو ورځپاڼې بیا دا هم لیکلي، چې ممکن حکومت تر هغو دا اقدام ونکړي، چې په جرګه کې یی خپل نفوذ باوري کړې نه وي.

ارادې خپلواکې ورځپاڼې هم پدې مسئلې بحث کړې، چې د ولسي جرګې او د ځانګړې محکمې ترمنځ روانه کشاله به څه وخت او څوک هواروي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم معترضه کاندیدان تر دې دمه د ځانګړې محکمې له فعالیتونو خوښ بریښي، خو د ورځپاڼې په وینا اساسي پوښتنه داده، چې وکیلان له قانوني خوندیتوب برخمن دي او په عادي محکمو کې ددوی محاکمه امکان نه لري.
XS
SM
MD
LG