د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

افغان کارګر:زموږ کارونه د نوروهېوادو کارګرانو ته سپارل کیږي


سره له دې چې د افغانستان د کاراو ټولنیزو چارو وزارت په هېواد کې د سلګونو زرو کارګرو د کاري ظرفیتونو د لوړېدلو خبر ورکوي، خو افغان کارګر شکایت کوي چې له یوې خوا په هېواد کې د کارونو کمی دی او له بلې خوا د کورونو او ښارګوټو جوړوونکی، د دوي کارونه پاکستانیو او د نورو هېوادونو کارګرو ته سپاري.

دوي وایي، هره ورځ د کار په لټه له کوره وځي او ډیر ځلي داسې شوي چې کری ورځ د کار موندنې په واټونو کې ولاړ پاتې او ماښام ستړي ستومانه او و چې شنډې، تش لاس بیرته کورو ته ستانه شوي دي:

(کارونه ډیر کم دي، په اونۍ یا یوه ورځ یا دوه ورځې کار پیداکیږي، ښه کارونه پاکستاني کارګرو ته ورکول کیږي، زموږ ستونزې زیاتې دي.

خوراکي مواد هم ګران دي، که دولت لویي فابریکې جوړې کړي، ډیرکارګر به په کې په کار بوخت او ستونزې به یي اوارې شي.)

دوي په مارکیټ کې د ټولو خوراکي موادو د له لوړو بیو څخه هم شکایت
کوي او وایي چې څه چې د لاس له تڼاکو ګټي، نه یي د کور کرایي ته رسولای شي او نه یي د کاله خرڅ ته.

په هېواد کې د کار په هکله ویل کیږي، چې نن سبا په هېواد کې شاوخوا یولک تنه پاکستاني کارګر په مختلفو ساختماني او غیر ساختماني چارو کې په کارونو بوخت دی، حال دا چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي اوس هم په هېواد کې د وزګارو شمېر شاوخوا دوه میلیونو ته رسیږي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت روانه ستونزه تاییدوي او وایي چې د کورونو او نورو ساختماني پروژو مسئولین، تر ډیره ځایه کاري ظرفیتونو ته ګوري او د دوي د کارونو ډیره برخه یا پاکستاني او یا د نورو هېوادونو کارګرو ته سپاري.

د دې وزارت د بشري قواو ريیس خیرمحمد نیرو ازادۍ رادیو ته وویل، دوي هڅې تیزې کړي چې د حرفه یي مرکزونو له لارې د افغان کارګرو ظرفیتونه هم پورته کړي، ښاغلي نیرو وویل:

(ځیني خلک چې د نورو هېوادونو کارګر خوښوي، ښایي دلیل یي دا وي چې هغو کاري ظرفیتونه لري، موږ له څو کالو راهیسي په لګسونو مرکزونه فعال کړي او په لسګونو زره افغان کارګر مو په کې روزلي دي، چې اوس د کار جوګه دي، دا لړۍ اوس هم روانه ده او د کارکولو لپاره له موږ سره د پاکستان کارګر راجسټر نه دي.)

خلک دا هم وایي چې سربیره پر دې وزګارو، هر کال د هېواد د دولسمو ټولګیو له لیسو څخه په لسګونو زره زده کوونکي فارغیږي چې پوهنتونو نه یي نیمایي هم نه شي جذبولی.

کارپوهان وایي دولت ته پکار ده چې د سترو پروژو او فابریکو په پیلولو سره د خلکو د وزګارتیا لمن را ټوله کړي او که نو وزګار به بهرنیو هېوادونو د تګ هڅې تیزې او یا به د دولت مخالفو لیکو ته ور واوړي.

راپور :خان محمد(سیند) ،کابل
XS
SM
MD
LG