د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۶

برتیانیې په افغاني ادارو کې د سلاکارانو د ګمارلو لپاره ۶،۱۳ میلیون ډالرو مرسته کړې


د ښاغلي زاخیلوال په وینا له دې مالي مرستې نه په ګټې د اتلسو میاشتو په موده کې د بیلا بیلو وزارتونو لپاره به دېرش نړیوال سلاکاران په دندو وګمارل شي.
د ښاغلي زاخیلوال په وینا له دې مالي مرستې نه په ګټې د اتلسو میاشتو په موده کې د بیلا بیلو وزارتونو لپاره به دېرش نړیوال سلاکاران په دندو وګمارل شي.
بریتانیې هم په افغانستان کې د مالیی وزارت د ملکي او تخنیکي همکاریو له پروګرام سره، چې په دولتي ادارو کې د وړتیاو د لوړولو لپاره پیل شوې خپله مالي مرسته اعلان کړه.

تر دې مخکې امریکا او جرمني هم له دې پروګرام سره، چې په دولتي ادارو کې د بهرنیو او کورنیو سلاکارانو په ټاکلو سره وړتیاوې لوړوي مرسته کړې وه او په پام کې ده، چې هند او استرلیا هم له دغه بهیر سره یو ځای شي.

د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر حضرت عمر زاخیلوال چې د دوشنبې په ورځ یې په کابل کې د برتیانیا د نړیوالې پراختیا له وزیر سره د مرستې تړون لاس لیکولو وویل، چې بریتانیا دې پروګرام ته شپږ اعشاریه، دیارلس میلیون ډالره ځانګړې کړي.

د ښاغلي زاخیلوال په وینا له دې مالي مرستې نه په ګټې د اتلسو میاشتو په موده کې د بیلا بیلو وزارتونو لپاره به دېرش نړیوال سلاکاران په دندو وګمارل شي.

ښاغلي زاخیلوال وویل، د تخنیکي همکاري پروګرام چې په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د افغان حکومت په نوښت جوړ شوی، تر اوسه پورې یې د لسو وزارتونو او نورو ادارو لپاره،۱۲۰ سلاکاران ګمارلي.

نوموړي وویل، چې په دې پروګرام کې د سلاکارانو ګمارل په دریو ډلو ویشل شوي، چې لومړی حق افغانانو ته ورکړل شوی.

د بریتانیې د نړیوالو پرمختیایی چارو وزیر، اندریو میچل وویل، چې هېواد یې ژمن دی ترڅو له افغان حکومت سره د حکومتدارۍ د سیستم په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي.

میچل وویل، د دې پروګرام له لاری چی نړیوال سلاکاران په افغاني ادارو کې د ظرفیتونو د لوړولو لپاره ګمارل کیږي، عامو افغانانو ته به په وخت خدمتونه ورسولی شي.

"دغه ابتکاري پروګرام موږ ته د افغانانو د ظرفیتونو د لوړولو او دایمي رهبرۍ د تر لاسه کولو په لاره کې وړتیا راکوي.

افغانان د دې وړ دي چې یو داسې حکومت ولري، چې خلکو ته د بهرنیو له ملاتړ نه پرته خدمت وکړي.

د بریتانیا حکومت دا ژمنه کوي، چې دافغان حکومت سره به مرسته کوي ترڅو په خپلو پښو و دریږي په همدې دلیل د بریتانیا حکومت له افغانستان سره د مرستو اندازه زیاته کړې، ترڅو د افغانستان په کلیدي برخه یعنې په اقتصاد او د امنیت په ټینګښت تمرکز وشي."

د مالیې وزارت چارواکي وایي، چې برتیایې د راتلونکو څلورو کلونولپاره د افغانستان سره د ۱۷۰ میلیون، پونډ د مرستې ژمنه کړې او ټاکل شوې چې په راتلونکو دوه کلونو کې، د تخنیکی همکاري له پروګرام سره پنځه اعشاریه اوه میلیون پونډه مرسته وکړي.

د افغانستان د مالیې وزارت داسې مهال په وزارتونو کې د تخنیکی همکاري د پروګرام له لارې، د ظرفیتونو لوړولو ته خوشبین دي، چې یوشمېر کتونکي بیا په افغانستان کې د نړیوالو مرستو لګول بې ځایه بولي.

دغه راز دوی په دې باور دي، چې افغانستان ته ډیري راغلي نړیوالې مرستې د نړیوال سلاکارانو او کارکوونکو له خوا بېرته خپلو هیوادونو ته ستنې شوي.

راپور: ذکیه غیاثي
XS
SM
MD
LG