د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۰

کابل: د جاپان سفارت له ۲۵ انجوګانوسره د بیارغونې تړونونه لاسلیک کړل


د دغو قراردادونو له مخې به په افغانستان کې ښوونځي، کلینکونه او پلونه جوړ شي.
د دغو قراردادونو له مخې به په افغانستان کې ښوونځي، کلینکونه او پلونه جوړ شي.
په کابل کې د جاپان سفیر که څه هم په خپل هیواد کې وروستی طبعي افت، چې د یوې زورورې زلزلې او څونامي له کبله رامنځ ته شوې زیات ورانوونکې وباله خو ډاډ یې ورکړ، چې جاپانیان له افغانانو سره مرستې ته ژمن دي.

ریچیري تاکا هاشي، چې د دوشنبې په ورځ ناوخته یې د ښوونځیو، کلینکونو او پلونو د بیارغونې په برخه کې د نهه ویشتو پروژو قراردادونه لاسلیک کړل وویل، چې دوی د افغانستان بیارغونې ته ژمن دي.

خو ښاغلي تاکا هاشي د جاپان په اقتصادي وضعې د وروستي افت اغیزې له پامه ونه غورزول او ویې ویل:

"دا افت بې څاری و، چې زموږ په اقتصاد هرو مرو اغیز لري، خو دا چې په راتلونکو اوونیو میاشتو او کلونو کې به زموږ په اتصاد باندې به یې اغیز څومره وي اوس موږ ډاډه نه یو.

اوس مهال موږ د ژغورنې په هڅو بوخت یو او دا به لږ له وخت نه مخکې وي، چې ووایو دا به د جاپان په اقتصاد څه ډول اثرات ولري. غواړم ووایم، چې موږ د افغانستان بیارغونې ته ژمن یو او زه په ډاډ سره ویلي شم، چې دا ژمنه به بدله نه شي."

د تیرې جمعې په ورځ یوې زورورې زلزلې، چې د ریختر په کچه نهه درجې ښودل شوې او تر ټولو ستره ورانوونکې زلزله بلل کیږي، جاپان ولړزوو، چې د سونامي تندې څپې یی هم له ځانه سره درلودلې.

په راپورونو کې د لسګونو زره کسانو د مړینې او ددې ترڅنګ د لکهاو نورو کسانو د بې کوره کیدو خبره هم کیږي.

د جاپان د سفیر په وینا په داسې یو حالت کې په افغانستان کې د بیارغونې د پروژو لاسلیکول ددوی د ژمنې یوه څرګنده بیلګه ده.

د بیارغونې دا قراردادونه له پنځه ویشتو نا دولتي موسیسو سره شوي، چې ټول ارزښت یی شاوخوا اوو میلیونو ډالرو ته رسیږي.

ښاغلي تاکاهاشي له دغو موسیسو وغوښتل، چې د بیارغونې دا قراردادونه دې په سمه توګه پلې کړي.

"زه په مخلصانه توګه هیله مند یم، چې دا نهه ویشت پروژې به ژر تر ژره په بریالۍ توګه پلې شي او په اړوندو سیمو کې به د خلکو په ژوند مثبت اغیز ولري."

جاپان د افغانستان په بیارغونه کې یو له مهمو مرسته کوونکو هیوادونو شمیرل کیږي او اوس اوس یی د افغانستان لپاره پنځه میلیارډه ډالره ځانګړې کړي، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به ولګولې شي.

په افغانستان کې د جاپان په وړاندې عام خلک تر ډیره مثبت نظر لري او دې د افغانستان یو ښه دوست هیواد بولي.

همدا لامل دې، چې په جاپان کې ددغه ستر ناورین د رامنځ ته کیدو په تعقیب د کندهار ښاروالۍ له خپلې وسې سره سم د پنځوسو زرو امریکایی ډالرو د مرستې اعلان وکړ، خو د جاپان سفیر په خپلو څرګندونو کې پدې اړه کومه تبصره ونکړه.
XS
SM
MD
LG