د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۹

اوباما او پترویس د عملیاتو د بندیدو نه وروسته یو بل سره ګوري


امریکایي چاروکي وایي، چې په افغانستان کې د ناتو او امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډیوید پترویس به نن په سپینه ماڼۍ کې له ولسمشر بارک اوباما سره وګوري.

د سپینې ماڼۍ چاروکو پرون وویل، دغه کتنه د ډنمارک له صدراعظم لارس لوکي راسموسن سره د اوباما ترلیدو سمدستي وروسته ترسره کیږي.

اوباما او پترویس وروسته له هغې سره ګوري چې افغان ولسمشر حامد کرزی د تیرې شنبې په ورځ له نړېوالو ځواکونو وغوښتل، چې د افغانستان په خاوره کې دې عملیات بند کړي.

دا د نړېوالو ځواکونو په عملیاتو کې د ملکي تلفاتو په اړه د کرزي تر ټولو سخت عکس العمل و.

تمه ده، چې افغانستان به د امریکا د ولسمشر او د ډنمارک د صدراعظم د خبرو د اجندا په سر کې ځای ولري.

ډنمارکي ځواکونه د روان میلادي کال په نیمایي کې په تدریجي ډول له افغانستانه په وتلو پیل کوي.
XS
SM
MD
LG