د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د اريانا پوهنتون له محصلانو د ارزونې ازموينه واخيستل شوه


د يكشنبې په ورځ د اريانا پوهنتون سلګونه محصلانو له يو نيم كال هڅو او ځنډ ورسته، د لوړو زده كړو وزارت د وړانديز سره سم په پكتيا پوهنتون كې د شاملېدو په موخه د ارزونې ازموينه وركړه.

دغه ازموينه د خوست ولايت اړوند د شېخ زايد پوهنتون د استادانو له خوا د دغه پوهنتون د رييس ډاكټر ګل حسن وليزي په مشرۍ واخيستل شوه.

اريانا پوهنتون چې څو كلونو وړاندې د اوسنۍ خيبر پښتونخوا په مركز پېښور كې له حكومتي چوكاټ نه د باندې فعاليت كاوه، د محصلانو يوه لويه برخه يې افغان كډوال او له پولې سره د نښتو قبايلي سيمو اوسيدونكي جوړوي.

اريانا پوهنتون دا مهال د پكتيا په پوهنتون كې مدغم شوى، چې د انجينري، طب، حقوقو او ژورنالېزم څلور پوهنځي لري.

د پكتيا پوهنتون ريس پوهاند عبيدالله پريار د محصلانو د ارزونې په صحنه كې ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دې محصلينو كې (۴۰۰) نجونې هم شاملې دي.

د پريار په وينا د دې محصلانو په ډله كې د كوزې پښتونخوا د قبايلي سيمو څخه هم (۲۰۰) تنه محصلان برخه لري،نوموړي زياته كړه:

(په ازموينه کې د شاملو محصلانو د تحصيلي اسنادونو له ارزيابي وروسته به دوي د پکتيا پوهنتون ته جذب شي او په زده كړو به پيل وكړي.)

پوهاند پريار دا هم زياته كړه، چې دوئ په دې هڅه كې دي چې د دې ټولو محصلانو لپاره د اوسېدو او زده كړې ټول امكانات برابر كړي،همدا ډول دغو محصلانو هم د ارزونې په اخيستو سره خوښي ښودله.

محمد غفار افريدي چې د اريانا پوهنتون د طب پوهنځي محصل دى، ازادۍ راډيو ته وويل چې دوي په دې ډېر خوشال دي چې له دې وروسته به په پكتيا پوهنتون كې زده كړې كوي،نوموړي وويل:

(موږ د قبايلو وزارت ډېره شكريه ادا كوو او داسې كوم مشكل نشته چې موږ ور سره مخ يو او غوښتنه مو دا ده چې قبايلو ته بايد نوره توجه هم وشي او په دې كې شا او خوا دوه سوه قبايل شامل دي.)

د اريانا پوهنتون محصلين په داسې حال كې ارزول كېږي، چې پكتيا ولايت ته د دغه پوهنتون د رالېږدلو پروسه له شا او خوا يو نيم كال راهيسې په خپله د دغه پوهنتون د محصلانو له خوا پر مخ وړل كېده.

ياده دې وي چې د پكتيا اوسېدونكي دغه ولايت ته د اريانا پوهنتون په رالېږدولو خوښ دي او تمه كوي چې په دې سره به د دغه وروسته پاتې ولايت په ډېرو برخو كې د پرمختګ زمينې برابرې شي.
XS
SM
MD
LG