د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

کرزی:ناټو د زموږ په خاوره کې عمليات بند کړي


نيويارک ټايمز:

د امريکا چاپ نيويارک ټايمز ورځپاڼې د افغان ولسمشر حامد کرزي پر وروستۍ احساساتي وينا تبصره کړې، چې د کونړ په مرکز اسعد اباد کې يې وکړه. نوموړي په وروستيو پوځي عملياتو کې د وژل شوېو کسانو کورنيو او خپلوانو ته د خواخوږۍ په څرګندولو سره، نړېوالو ځواکونو ته په خطاب وويل:

”په ډېر درنښت او ډېر عزت او په تواضع، په غرور او تکبر نه، له امريکا او ناټو څخه دا غوښتنه کوو، زموږ په خاوره کې دې دا عمليات بند کړي. دا جنګ زموږ په خاوره کې نه دى، که دا جنګ د ترور پر خلاف دى، دا جنګ زموږ په خاوره کې نه دى“

نيويارک ټايمز ورځپاڼه ليکي، د قربانيانو په دې يادغونډه کې چې د کونړ سيمه ييز چارواکي او په افغانستان کې دويمه درجه امريکايي جنرال ډېوېډ رودريګ وېز هم حاضر و، ولسمشر کرزي وويل، زموږ غوښتنه دا ده چې دا جګړه بايد ودرول شي او دا د ټول افغانستان ږغ دى.

د ورځپاڼې په باور، دا نه ده څرګنده چې دغه بې باکانه وينا قصدي وه، که هسې د ژورو احساساتو له مخې. نيويارک ټايمز دا وينا د افغان ولسمشر او د امريکا د پوځي قوماندې ترمنځ د خرابو اړيکو يوه نښه بولي.

يوه امريکايي مقام د موضوع د حساسيت له خپله نيويارک ټايمز ته د نوم د نه خپرولو په شرط ويلي، د ولسمشر کرزي دغو څرګندونو ځينې امريکايي چارواکي خپه کړي دي.

ناټو هم تر اوسه کوم مستقيم ځواب نه دى ويلى.

تر دې وينا څو ساعته وروسته د ولسمشر کرزي وياند وحيد عمر هڅه وکړه، د ولسمشر کرزي وينا نرمه تلقي کړي، نوموړي وويل د ښاغلي کرزي وينا په کونړ کې د وروستيو ملکي تلفاتو له کبله وه، چې په يوه بريد کې ناټو نهه ماشومان ووژل، افغان چارواکي وايي په بله پېښه کې ٦٥ ملکيان وژل شوي دي، که څه هم د ناټو چارواکي وايي د دوى څېړنې روانې دي، لا هم ټينګار کوي، چې دا قربانيان وسلوال وو.

وحيد عمر وويل، د ولسمشر هدف دا و، هغه پوځي عمليات چې ملکيان په کې وژل کېږي، بايد ودرول شي.

ابزرور:

د بريتانيا چاپ ابزرور ورځپانې په خپله تازه ګڼه کې په هلمند کې د بريتانوي ځواکونو له لوري د ماينونو او ناچاوده مهماتو د پاکولو مسئلې ته کتنه کړې، د مقالې په يوه برخه کې يې راغلي:

بريتانوي ځواکونو د ٨٠ بم شنډوونکو په مرسته د هلمند د ګريشک ولسوالۍ، چهارکوچه سيمه له ناچاوده مهماتو پاکه کړه، دا سيمه تېر کال د سختو جګړو صحنه وه.

ابزرور ليکي، ناچاوده مهمات د طالبانو له لوري خپرېږي او په دې توګه غواړي د بريتانوي ځواکونو د قطعو مخه ونيسي، چې دوى ونه کړاى سيمې له طالبانو ونيسي.

د بريتانيا د دفاع وزارت د ناچاوده مهماتو د پاکولو دغه عمليات ډېر مهم بللي دي.

ورځپاڼه ليکي، د کلي تر پاکېدو وروسته څلوېښتې کورنۍ ورته راستنې شوې، دغه کلى تر يوه حده وران شوى و.

يوه پوځي قوماندان ډګرمن اندريو هاريسون ورځپاڼې ته وويل، چهارکوچه د ناچاوده مهماتو د موجوديت له کبله، د ارواوو په يوه کنډواله ښار بدل شوى و، اوس ماشومان په کلي کې په لوبو اخته دي او کورنۍ ورته د راستنېدو په حال کې دي.
XS
SM
MD
LG