د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۶:۴۳

په جاپان کې ویجاړې شوې اټومې بټۍ انديښنې زیږولي


د فوکوشيما اټومي بټۍ
په جاپان کې د زلزلې له کبله د يوې ويجاړې شوې اټومي بټۍ په باب اندېښنې په زياتېدو دي، د جاپان يوه عالي رتبه چارواکي نن وويل ډېر امکان لري چې د دې اټومي بټۍ له کبله لږ بحران رامنځته شي، خو اټومي کارپوهان د اټومي بحران د پراخېدو خبردارى ورکوي.

د وړانګو د کثافت د خپرېدو له وېرې په زرګونو کسانو سيمه تخليه کړې ده، د جمعې په ورځ د ريښتر په کجه ٩ درجې زلزلې او څونامي، د دې هېواد د شمال فوکوشيما دايچي اټومي تاسيسات ويجاړ کړل. د جاپان له يوه ښاره د ١٠ زرو کسانو د مړينې خبر ورکړل شوى دى. امبولانسونو له سيمې د خلکو په انتقال کې مرسته کوله.

د دې هېواد صدراعظم ناوتو کان نن پر خپل ملت ږغ وکړ چې پر دې بحران د غلبې لپاره سره متحد شي، د نوموړي په خبره تر دويمې نړيوالې جګړې وروسته د جاپان ملت له ستر بحران سره مخامخ شوى. د حکومت يوه وياند په عين حال کې خبردارى ورکړ چې په زلزله ځپلې اټومۍ بټۍ کې به دويمه چاودنه هم وشي.

په عين حال کې اټومي ماهرين د يوه ممکنه بحران خبردارى ورکوي. د امريکا د انرژۍ وزارت د پاليسۍ يوه پخواني سلاکار رابرټ الواريز وويل، دا چې جاپان هڅه کوي د اټومي ري اکټور د سړولو لپاره د سيند له اوبو کار اخلي، دا د نهيلۍ يوه نښه ده.

نوموړي له جاپان څخه وغوښتل چې ژر تر ژره دې اټومي بټۍ ته برېښنا راولي، تر څو سړوونکى سيسټم په ښه توګه فعاليت وکړي.

د ري اکټور د ويلې کېدو له کبله د وړانګو اندازه تر خپل قانوني حد اوښتې ده، چې کېدى شي په چاپېريال کې خطرناک کثافات خپاره کړي.

نړۍ دې بحران ته په ځواب کې د ګڼو تخنيکي مرستو وړانديزونه کړي دي، د نورو څېړنو لپاره به د چين يوه تحقيقي ډله نن جاپان ته ورسېږي.

د جاپان چارواکو نن خبردارى ورکړ چې ښايي د فوکوشيما په دې اټومي بټۍ کې بله چاودنه هم وشي، خو دوى تمه لري چې ري اکټور به د چاودنې په وړاندې مقاومت وکړي.

د دې هېواد د کابينې اعلى وزير يوکيو ايدانو د فوکوشيما د اټومي بټيو په باب نن وختي خبريالانو ته خبرې وکړې:

”زه غواړم تاسو ته د درېيم ري اکټور په باب خبرې وکړم، موږ داسې انګېرله چې دا د دې ري اکټور لپاره يو امکان و، د دې ري اکټور لپاره د اوبو تامينولو چارې درېدلي، موږ اوس پر دې مسئله کار کوو، غواړو له هغو ذخايرو څخه چې تر فشار لاندې دي، د هوا فشار وباسو او پايپونو ته اوبه دننه کړو“

د ريښتر په کچه ٩ درجې زلزلې د جاپان زياتې برخې ولړزولې او په دې هېواد کې يې لوى طبيعي افت رامنځته کړ.
XS
SM
MD
LG